چاريکار (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٥): د پروان ولايت د وروستيو واورې ښوويدنې پېښې د قربانيانو له دريو کورنيو سره د ٨٠٠ زره افغانۍ نغدي، ځينې خوراکي توکو، جامو او د کور د ځينو اړينو توکو مرسته وکړه.
د پروان په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د روانې مياشتې په ١٧ مه نېټه، د واورې ښوييدو له امله د يوې کورنۍ ٨ غړو او د نورو دوه کورنيو دريو-دريو غړو ژوند له لاسه ورکړ، چې پر دې سربېره يې کورونه هم نړيدلې و.
د پروان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر محمد امين حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کورنيو هر قرباني ته ٥٧ زره افغانۍ په پام کې نيول شوې وې، چې نن يې د کورنۍ غړو ته وسپارل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو پيسو له جملې يې سل زره افغانۍ د پروان د ولايتي شورا رييس غلام بهاوالدين جيلاني او پاتې ٧٠٠ زره افغانۍ د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له لوري مرسته شوې دي.
دغه راز نوموړي وويل، چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست، له يادو کورنيو سره د ١٥٠ کيلوګرامه اوړو، سل کيلوګرامه وريژو، ١٤ کيلوګرامه بورې، څلور کيلوګرامه لوبيا، سه کيلوګرامه چاى او ٣٦ ليټره غوړيو مرسته وکړه.
حيدري زياته کړه، چې د سرې مياشتې ټولنې هم له دغو هرې يوې کورنۍ سره د ١٨ کمپلو، دريو خېمو، ٩ ترپالونو او د اشپزۍ د دريو سيټونو مرسته وکړه.
د سرخ پارسا د پل سنګي اوسېدونکى حاجي احمدجان، چې د واورې ښوييدنې له امله يې يوه نګور او دوه لمسيان له لاسه ورکړي، له دغو مرستو خوښي څرګنده کړه، خو له دولت يې وغوښتل چې له يادو کورنيو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې هم مرسته وکړي.
د يادې نېټې د واورې ښوييدو پېښو له امله؛ د دغه ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې هم د يوې کورنۍ دوه غړو ژوند له لاسه ورکړى و.
د پروان د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر وويل، ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې له يادې کورنۍ سره هم مرستې وشي.
د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، پروان ولايت کې د وروستيو سختو واورو ورېدو له امله شا وخوا ٤٠٠ کورونه زيانمن شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










