منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بدخشان کې د واورو ښويېدو له امله څلور کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

فيض اباد (پژواک،٣٠سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت سيمه ييزمسوولين وايي چې ددې ولايت درېيو ولسواليوکې د واورو ښويېدوله امله، څه ناڅه څلورکسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.

دبدخشان ولايتي شورا منشي احمدجاويد جاويد وويل چې دوه کسان د کوهستان ولسوالۍ مکاتاى کلي کې د واورې ښويېدنې له امله مړه شوي دي.

 هغه زياته کړه چې د واورې ښويېدنې په بله پېښه کې چې ددې ولسوالۍ خمبيوى کلي کې رامنځته شوې يوتن مړ او درې نورټپيان شوي دي.

د بدخشان ولايتي شورا بل غړي فرحنازپاميري هم وويل چې شغنان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله يوتن مړ شوى او دوه نورټپيان دي اولږترلږه ٧٣کورنيوخپل کورونه پرېښي او د زياتې واورې له امله کلي ته دتګ راتګ لارې تړل شوې دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست  مشرسيدعبدالله همايون دهقان وويل چې د تېرو دوو ورځو د واورې ښويېدنې په پېښوکې د بدخشان په درېيو ولسواليوکې څلورکسان مړه اواته نورټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې ډېر ژر به د مرستې رسولو لړۍ پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې