منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په کابل کې د يوه کور د لوېدو پېښه کې اووه کسان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

 کابل(پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): د کابل بګرامي ولسوالۍ د قلعه احمد خان ساحې د خاکي غونډۍ په لمنو کې پر يوه کور د بل کور د رالوېدو له امله د کور يو مېلمه او شپږ غړي مړه شوي دي.

ددغه کلي د ګذر وکيل حاجي ذکريا پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده شوې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

 سرچينې زياته کړه چې کلونه وړاندې د قلعه احمد خان غونډۍ په لمنو کې د يوې سمڅې له پاسه کور جوړ شوى و، خو د وروستيو بارانونو له امله د سمڅې منځ ته اوبه ورننوتې چې بالاخره د سمڅې د غورځېدو او ياد شوي کور د نړېدو سبب شوې.

هغه وويل چې د سمڅې له پاسه د جوړ شوي کور د پرېوتو پرمهال په کور کې څوک نه وو، خو دا کور د غره په لمن کې پر يوه بل کور ور لوېدلى چې له امله يې د کورنۍ شپږ غړي له خپل يوه مېلمه سره مړه شوي دي.

د یادې شوې کورنۍ يوه خپلوان حاجي رحمت پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د کورنۍ مور، پلار، درې زامن، يوه لور او يو مېلمه مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې يادې شوې کورنۍ له کلونو راهيسې په دې کور کې ژوند کاوه.

د بګرامي ولسوالۍ امنيتي چارواکو په دې اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل چې په اړه يې جدي څېړنې پيل شوې او پايله به يې وروسته له رسنيو سره شريکه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې