منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په فراه کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۱ کتنې

فراه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه، ۹۵): له توپان سره د مل بارانونو له امله راوتلو سېلابونو د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍکې درانه مالي زيانونه اړولي، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ګلستان ولسوال اجمل زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شپږو ورځو راهېسې په دې ولسوالۍ کې بارانونه وريږي.

 دى وايي چې  تېره ورځ له باران سره توپان هم و او د سخت  باران له امله  سېلابونه راووتل.

دغه راز ده وويل چې د دې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د سېلابونو له امله ۴۵ کورونه تخريب او يا زيانمن شوي، سل پسونه مړه دي او د مالدارانو ۳۰ خېمې اوبو وړې دي.

د هغه په وينا، دغو سېلابونو شل کاريزونه، ٢٥ څاګانې او شاوخوا سل جريبه ځمکه چې غنم، اوربشې  او  ګلخانه يي کښتونه پرې کرل شوي و،هم لاندې کړي دي.   

هغه وايي چې سېلابونو په غورمي ، لامان ، ګوردنګ ،توت ،مغل اباد، جغلي ، شاګورګ ، ښارګي  او ملا امير سيمو کې زيانونه اړولي  او د سلور په سيمه کې سلګونه کورنۍ په سېلابونو کې راګير دي.

زاهد چې نن له غرمې مخکې لس بجې يې له پژواک سره خبرې کولې وويل، دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه يې د ولسوالۍ د ټولو سيمو راپور نه دى تر لاسه کړى.  

ده له مسوولو ادارو  وغوښتل چې له زيانمنو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

 په فراه ولايت کې له پېښو سره د مبارزې رياست  رييس عبدالغفور ايوبي وايي چې دوى ته هم شفاهي راپورونه رسېدلي چې سېلابونو په ګلستان کې زيانونه اړولي او له زيانمنو سره بېړنيو مرستو ته اړتيا ده. 

ده وويل هڅې کوي چې له زيانمنو سره اړينې مرستې وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې