جلال اباد (پژواک، ۷ کب ٩٥): د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د تېلو په يو سرای کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې چارواکي وايي ګڼو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
اورلګېدنه د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند په بګراميو سيمه کې د تېلو په يو سرای کې نن د کب په ٧مه، تر غرمې وروسته پيل چې لا هم (د مازيګر تر څلور نيمو بجو) يې دوام درلود.
د ننګرهار ولايت د اور وژنې امر سمونيار فضل هادي صاحبزاده د اورلګېدنې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اور د دوکاندارانو د بې احتياطۍ او غير مسلکي کړنې له امله رامنځته شوى.
دی وايي چې اور کنټرول شوی، نورو ځايونو ته نه دى غځېدلى، خو لا هم بليږي.
نوموړي د اور له امله د رامنځته شوو زيانونو په اړه معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې ګڼ مالي زيانونه اوښتي چې معلومات به يې وروسته څرګند دي.
د عبدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي د اور وژنې له کارمندانو مننه وکړه چې پر وخت يې ځان د پېښې ځای ته رسولى، خو ټينګار يې درلودچې اور زيات دی او بايد نورې اړوندې ادارې هم مرستې ته راورسېږي.
خو د زر محمد په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکي د اور وژنې د عمليې پر امکاناتو نيوکه وکړه چې په خبره يې په دوه درې ساعتونو کې هم نه دي توانېدلي چې اور مهار کړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ياد سرای له مسوولينو او يا هم دوکاندارانو سره خبرې وکړي، خو هغوی له څه ويلو ډډه کوله او دا معلومات يې نه ورکول چې لږ تر لږه څومره زيان اوښتى دی.
تر دې وړاندې هم څو ځلې په جلال اباد ښار کې د دوکاندارانو د بې احتياطۍ له امله د تېلو په سرايونو کې ورته اور لګېدنې رامنځته شوي چې خلکو ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










