منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د باميانو- کابل لويه لاره په حاجيګک غاښي کې پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې

باميان (پژواک، ١١ کب ٩٥): د باميانو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د باميانو- کابل لويه لاره په حاجيګک غاښي کې له درېيو اوونيو وروسته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د باميانو- کابل لويه لاره د ميدان وردګو له ولايته د حاجيګک غاښي له لارې چې له باميانو  ولايت نه کابل ته تر ټولو نږدې لاره ده، درې اوونۍ وړاندې د سختو واورو له امله تړل شوې وه.

د شيبر ولسوالۍ يوه چارواکي عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د بامیان- کابل لاره د حاجیګک کوتل له لارې د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې او په دغه مسیر کې کومه ستونزه نشته.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه پورې يوازې فلانکوچ او ټونس موټر له غاښي تېر شوي دي، تر سبا او بل سبا پورې که هوا ښه شي او خرابه نه وي، د کوچنيو موټرو لکه سراچو او کرولا لپاره به هم چمتو شي.))

د کابل- باميان لارې يوه موټر چلوونکي خليفه يعقوب چې نن يې له حاجيګک غاښي نه د کابل پر لور حرکت کړى، وويل چې د پروان ولايت مسير د ميدان وردګو د لارې په پرتله دوه چنده کېږي.

هغه زياته کړه: ((د حاجيګک لارې په بندښت سره موټر چلوونکي له خپل کار سره لېوالتيا نه لري، په همدې سبب د مسافرو لپاره ستونزې پيدا شوې، له حاجيکګ نه تر کابل پورې درې ساعته لار ده، خو د پروان ولايت له لارې بايد شپږ ساعته مزل وکړو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې