منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:05 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر وټاکل شو

· 2 دقیقې لوستل · 104 کتنې

 کابل (پژواک،١١ کب ٩٥): امام محمد وريماچ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا د مشر په توګه وټاکل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوې باوري سرچينې  پژواک خبري اژانس ته د وريماچ   ګومارنه  تاييد کړه .

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا له نهو نوماندانو سره د مرکو لړۍ پرون د ولسمشر اشرف غني، اجراييه مشر ډاکټر عبدالله او د ولسمشر لومړي مرستيال سرور دانش په شتون کې پيل شوې وه.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پژواک ته ويلي و: "له ټول اړخيزو ارزونو وروسته به ولسمشر د يادې څوکۍ لپاره د هغه کس په اړه چې وړ يې وي، پرېکړه وکړي."

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا رياست څوکۍ لپاره درې کسان حکومت ته ورمعرفي کړي و، خو د وخت په تېرېدو سره حکومت له يادو کسانو کوم کس د دارالانشا څوکۍ لپاره غوره نه کړ.

 د پخوانيو درېيو کسانو له معرفي کولو وروسته، د حکومت مشران د يادو کسانو په اړه همغږي نه و، خو بيا هم د ياد کمېسيون مرستيال د کمېسيون له مخالفت سره-سره بيا هم د ياد بست لپاره شپږ کسان معرفي کړل.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوې سرچينې پژواک ته وويل، ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشر نجيب الله احمدزي غوښتي و چې د پخوانيو وړانديز شوو درېيو کسانو سربېره د دارالانشا څوکۍ لپاره شپږ نور نوماندان هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وپېژني.

 خو د سرچينې په وينا، احمدزي پر دې خبرې د ټينګار ترڅنګ چې حکومت بايد د ټاکنو قانون په چوکاټ کې له درېيو نوماندو کسانو يو تن د دارالانشا د مشر په توګه پر دنده وګوماري، د ټاکنو قانون د ٢٢ مادې د درېيمې فقرې خلاف عمل او د کمېسيون په چارو کې يو ډول لاسوهنه وبلله او ويلي يې دي چې د نورو کسانو معرفي کولو ته حاضر نه دى.

د يادې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د احمدزي له مخالفت وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ دغه غوښتنه د ياد کمېسيون له مرستيالې وسيمې بادغيسۍ سره مطرح کړې ، نوموړې هم ورسره دا خبره منلې وه او پرون يې ورته د عبدالرحيم داود رحيمي، محمدرضا کاتب، سيدجمال الدين صاحب زاده، خواجه محمد عصامي، عبدالعزيز صميم او احمدشاه زمان زى په نومونو شپږ کسان ياد بست ته ورمعرفي کړي و.

امام محمد وريماچ له شا وخوا تېرو درې نيمو کلونو راهيسې د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې د څېړنيز غړي او له هغه وروسته د ټاکنو د رسنيو کمېسيون د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

موسى زى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه