منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۳ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اتصالات (سوداګریز نښان) ترټولو غوره نښان وپیژندل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

د برانډ فایننس راپور له مخې چې د سترو سوداګریزو نښانونه د ارزونې موسسه ده، د اتصالات سوداګریز نښان په منځني ختیځ کې ترټولو ستر مخابراتي نښان وپیژندل شو.

دا ارزونه د سوداګریزو فعالیتونو، د نړیوالو سپانسرشيپونو ( مالی ملاتړ) لکه د بارسلونا فوټبال لوبډلې، د محلي پروګرامونو څخه ملاتړ او په ګټو کې د ډیرووالی له امله شوې ده.

برسیره پر دې، د تیر کال په پرتله په ۲۰۱۷ کې  د  AA- درجه بندۍ څخه AA+ درجه بندی ته تګ ددې لامل شوی دی، چې اتصالات دا مقام ترلاسه کړي. دا لومړی ځل دی، چې برانډفایننس خپله ارزونه د محصولاتو، چوپړتیاوو او لاسته راوړنو ته په کتو د یو سوداګریز نښان ارزونه ترسره کوي.

اوس مهال اتصالات د نړۍ په ۱۸ هیوادونو اسیا، منځني ختیځ او افریقا کې تر ۱۷۰ میلیونو ډیرو پیریدونکو ته مخابراتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.

په همدې حال کې، د نړۍ اعتبار لرونکي مخابراتي کمپنۍ اتصالات ګروپ، چې په افغانستان کې چوپړتیاوو ترسره کوي یو هم د اتصالات مخابراتي شرکت دي، چې په افغانستان کې په ډیره چټکه توګه پرمختګ کړی او لا هم د پرمختګ په حال کې دی د پیریدونکو شمیر یې تر ۶ میلیونه څخه واوښت، چې د کمپنۍ او د اتصالات ګروپ لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده.

د اتصالات اجراییوي مشر ښاغلي ډاکټر صلاح زرق الراس وویل، موږ تل د تولیداتو په پراختیا، نوښتونو او د پیریدونکو د خوښې سره سم چوپړتیاوو د برابرولو لپاره د زړه له تله هڅې کوو، ترڅو دوی ته د هغوی په خوښه غوره او ارزانه چوپړتیاوو او تولیدات چمتو کړو.

د اتصالات ګروپ څخه د الهام اخیستلو سره، د افغانستان اتصالات د نوښته ډک چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې ترټولو پرمختللې مخابراتي شرکت دی، همدارنګه هڅه کوي په هغه  ټولنه کې چې دوی په کې چارې ترسره کوي غواړي د غوره او موخو لرونکو پروګرامو له لارې د وګړو او سوداګرو ملاتړ ترلاسه  کړي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې