غزني ښار(پژواک،٣ورى٩٦):د غزني والي وايي چې د دې ولايت له ١٨ څخه په ١٤ ولسواليو کې د نا امنۍ له امله پرمختيايي پلانونه نه دي پلي شوي.
دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د وري په٣مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
متين وويل: (( دا زموږ پښتون مېشتې ولسوالۍ دي چې ځينې له لوړ او ځينې هم له لږ امنيتي ګواښ سره مخ دي.))
د ده د معلوماتو له مخې، په دې ولسواليو کې زنخان، ناوه، ګیرو، اجرستان، خوګیاڼي، رشیدان او ګیلان بيا هغه ولسوالۍ دي چې امنيتي ستونزې يې ډيرې دي.
والي زياته کړه چې د يادو امنيتي ګواښونو له امله په تېرکال کې په دې ولسواليو کې د پرمختيايي پروژو چارې هم نه دي پلې شوي.
ده وويل چې جاغوري، مالستان، ناهور او جغتو بيا هغه ولسوالۍ دي چې امنيتي ستونزې نه لري او پرمختيايي پروژې هم په کې پلې شوې دي.
والي وايي چې داعش او نور وسله وال؛ طالبانو ته پيسې ورکوي ترڅو د دوى په منځ کې ځان ځاى کړي او د افغان دولت پر وړاندې مخالفت وکړي.
هغه په دې برخه کې کوم سند وړاندې نه کړ.
دغه راز هغه وويل چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږې شتون لري او په راتلونکي کال کې به يو لړ پرمختيايي پروګرامونه هم پلي شي.
متين وويل چې يادې ټولې ستونزې يې د يوې طرحې په توګه له ولسمشر سره شريکې کړې دي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله ددې ولسوالۍ په ډيرو سيمو کې هيڅ ډول پرمختايي کار نه دى شوى.
ده وويل چې د پرمختيايي پروژو د نه پلي کېدو له امله ډيرى ځوانان وزګاره دي او د وزګارتيا له امله اړ کيږي چې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شي.
دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اشرف پژواک ته وويل: (( دلته خو نا امني بيخي ډيره ده، څو کاله کيږي چې د ولسوالۍ ودانۍ يې له خپل اصلي ځاى څخه يو بل امن ځاى ته انتقال کړې ده.))
محمد اشرف وايي چې په دې ولسوالۍ کې هم هېڅ ډول پرمختيايي کار نه دى شوى او ډيرى سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.
غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلى څخه دى چې د يو شمېر ولسواليو ځينې سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.
د غزني د ناوې ولسوالۍ له تېرو ١٣کلونو راهيسې له طالبانو سره ده او ويل کيږي چې د طالبانو ستره محکمه هم په همدې ولسوالۍ کې موقعيت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










