پلخمري (پژواک، ٨ ورى ٩٦): د بغلان نوى ګومارل شوى والي وايي چې د دغه ولايت په ادارو کې فساد لوړې کچې ته رسېدلی او له دې وروسته به له فساد کوونکو سره جدي چلند وشي.
په دې وروستيوکې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړانديز له مخې او د جمهوري رياست په منظورۍ عبدالحی نعمتي د عبدالستار بارز پر ځاى د بغلان د نوي والي په توګه وګومارل شوچې دا ګومارنه د ياد ولايت د اوسېدونکو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.
د بغلان ځينو اوسېدونکو او مدني فعالانو د حکومت له دې ګومارنې سره سخت مخالفت څرګند کړ او د لاريون په ترسره کولو يې وويل چې د دغه ولايت نوي والى عمر خوړلى دى او د مديريت وړتيا نه لري؛ بايد دغه ولايت لپاره يو تکړه او وړ والي وټاکل شي څو د خلکو ستونزو ته لاسرسى وکړاى شي.
خو د بغلان والي عبدالحي نعمتي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، کومو کسانو چې لاريون کړی هڅول شوي او يا د ده له کړنو بې خبره دي.
نوموړي د دغه مطلب په بيان سره چې د بغلان ولايت مشرتابه وړتيا لري زياته کړه: "لاريون کوونکو ادعا کوله چې زه سپين ږيرى يم او د کار وړتيا نه لرم؛ خو کله مې چې لاريون کوونکي له نږدې وليدل او قناعت مې ورکړ اوس په دې برخه کې کومه ستونزه نشته."
نعمتي زياته کړه چې بغلان ولايت کې د اداري فساد په ګډون ځينو دولتي ادارو کې بلا ستونزې شتون لري او د بغلان له ټولو مسوولينو او مامورينو غوښتنه شوې څو د خپل واک په دايره کې کار وکړي او که چېرې خلک شکايت لري او اسناد ورسره وي، د هرې کچې له فساد کوونکوسره به پرېکنده چلند وشي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.
نوموړي په بغلان کې امنيتي ستونزې هم پراخې وګڼلې او ويې ويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو او نورو لاملونو تر څنګ د ځينو اوسېدونکو ناخوښۍ لامل شوې دي څو په بغلان کې د جګړې او نا امنيو لمن وغځېږي.
د بغلان نوي والي وويل: "د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې له ځينو ترسره شوو کارونو ناخوښ دي او د دولت وسله والو مخالفينو په ليکوکې درېدلي دي؛ خو زه به هڅه وکړم چې د دغه ولايت بېلابېلو قومونو تر منځ يووالى رامنځته کړم او له طالبانو څخه به سيمې پاکې کړم."
د بغلان ياد چارواکي زياته کړه چې دولتي ځواکونه دمګړۍ په دفاعي حالت کې دي او د طالبانو له ولکې څخه د سيمو خلاصون لپاره به يرغليز عمليات پيل شي.
هغه حکومت کې دننه پر هغه څه چې سياسي اختلافات ګڼل کېږي نيوکه وکړه او ويې ويل چې طالبان بغلان کې له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو توان نه لري؛ خو طالبان د دولتي چارواکو تر منځ اختلافاتو څخه د ځان په ګټه کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې دهنه غوري ولسوالي له تېر يوکال راهيسې د وسله والو مخالفينو په واک کې ده او پلخمري ښار، بورکه، مرکزي بغلان او تاله و برفک ولسواليوکې هم وسله وال مخالفين فعاليت کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










