منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

واورې ښويېدنې د باميانو له مرکز سره د دوو ولسواليو لارې بندې کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٦): د واورې ښويېدنې له امله د باميانو له مرکز سره د دوو ولسواليو لارې بندې شوې دي.

پرون د پنجاب ولسوالۍ په غور غوري سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله له مرکز سره د پنجاب او ورس ولسواليو لارې بندې شوې او سلګونه مسافر د لارې خلاصېدو ته انتظار دي.

هغه زياته کړه: ((د مسافرو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.))

د باميانو ولايت له پېښو سره د مبارزې مشر احمد رضا رفعت وويل، بند شوي مسافر د پنجاب ولسوالۍ په کلو او هوټلونو کې ځاى پر ځاى شوي چې په اړه يې کومه اندېښنه نشته.

هغه زياته کړه چې واوره ښويېدنې د پنجاب په دوو برخو کې سړکونه هم ويجاړ کړي چې د دې لارې د بيا خلاصېدو لپاره يې يو لوډر استولى او هڅه کوي چې ډېر ژر يې خلاصه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې