چاريکار(پژواک، ١٤ورى ٩٦): د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په دهن فرنجل سيمه کې د غره ښويېدو له امله څلور ماشومان مړه شوي او د استوګنې څلورو کورونو ته زيان رسېدلى دى.
د سياه ګرد ولسوال نور اغا سامع، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مړه شوي ماشومان دوه هلکان او دوې نجونې دي چې له لسو کلونو ټيټ عمر يې درلود.
سامع وويل چې ياد شوي ماشومان په دوو کورونو پورې اړوند وو چې مړي يې د خلکو او ځايي چارواکو په مرسته له خټو را اېستل شوي دي.
د پروان ولايتي شورا غړي قاري عبدالرحمن احمدي وويل چې دغه ماشومان هغه مهال مړه شول چې خپلو کورونو ته نږدې يې د يوې خاورينې غونډۍ په لمنه کې لوبې کولې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










