کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٦): سعودي عربستان د افغانستان د طبيعي پېښو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت مرسته کوي.
په کابل کې د سعودي سفارت له خوا، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى له افغانستان سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو او د سرپناه برابرولو لپاره د بېړنيو مرستو اعلان کوي.
سرچينه زياتوي، د دغو مرستو وېش به د افغانستان حکومت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د ملک سلمان د خيريه او بشردوستانه مرستو د مرکز له لارې ترسره شي.
په کابل کې د سعودي د سفارت شاژدافير مشاري بن مزعل الحربي ويلي، دغه مرستې به د ځينو هغو ولايتونو له خلکو سره وشي چې په تېرو دوو مياشتو کې د ډېرو بارانونو، واورو او د ځمکې ښويېدو په پېښو کې زيانمن شوي دي.
ده زياته کړې، د سعودي مشرتابه او په سر کې يې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز لارښوونې د افغانستان د حکومت او خلکو سره د مرستو په اړه په هر ډول شرايطو کې روښانه او ښکاره دي.
د هغه په وينا، د سعودي د پاچا هيله د افغانستان ارامي او ټيکاو دى او دغې موخې ته د رسېدو په خاطر به هيڅ ډول همکاري ونه سپموي.
بايد وويل شي، چې سعودي مخکې هم د طبيعي پېښو له امله ځپل شويو کورنيو سره، دغه ډول مرستې کړې دي.
دې هېواد له افغانستان سره په بروکسل کنفرانس کې د ٢٠٠ ميليونو ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










