منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندز ولایت ټولې سیمې د پولیو واکسين د تطبیق لپاره د لاسرسي وړ وګرځیدې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

کابل، د ۱۳۹۶ کال د وري۲۲مه -  د کندز ولایت ځینې سیمې چې د امنیتي ستونزو له امله د پولیو واکسين له تطبیق څخه پاتې شوې وې، د پولیو پروګرام د دوامداره هلو ځلو په پایله کې او په دې ولایت کې د پولیو د یوې مثبتې پيښې د رامنځته کیدو وروسته، بیاځلي د لاسرسي وړ وګرځیدې.

د روان زیږدیز  دپسرلنې کمپاین په لومړي پړاو کې  په دې ولایت کې د پنځو کالو کم عمره ټول ماشومان چې شمیر یې څه باندې ۳۴۲ تنو ته رسیده، هغوی ته د پولیو واکسین تطبیق شو.

مخکې له دې د امنیتي ستونزو له امله په دشت ارچې، خاناباد، قلعه زال، علی آباد، چهار دره او امام صاحب ولسوالیو او د کندز ښار په ځینو سیمو کې څه باندې ۱۷۳ زره ماشومان د پولیو واکسین څخه محرومه پاتې شوي وه. د دشت ارچې او چهاردرې ولسواليو ټولې سیمې او پاتې نورو ولسوالیو کې ځينې سیمې د پولیو واکسين د پوښښ څخه پاتې شوي وه. په یادو سیمو کې د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې څخه تر ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې پورې د پولیو واکسين کوم کمپاین تطبیق شوی نه وه.

د کندز ولایت په ټولو سیمو کې د پولیو واکسين د کمپاین لپاره وروسته له هغې د لاسرسي وړ وګرځید چې ددې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په شینوارو کلي کې د پولیو یوه مثبته پيښه رامنځته شوه چې یوه ۱۴ میاشتنۍ ماشومه دهغې قرباني وګرځیده او له بده مرغه په ټول عمر کې به فلج او معیوبه وي. مخکې له دې دوه نورې پيښې په هلمند او قندهار ولایتونو کې  رامنځته شوې وې چې په روان زیږدیز کال کې د پولیو مثبتو پيښو ټول تال شمیر  ۳ پيښو ته رسیږي.

ناامني او جګړې په هیواد کې د پولیو د کمپاینونو پر وړاندې ستره ننګونه بلل کیږي. په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په بیطرفه توګه خپل فعالیتونوه پر مخ وړي او د ټولو ښکیلو خواوو څخه تل غواړي چې ددې پروګرام بیپرې توب ته په کتو سره، په ټول هیواد کې د پولیو واکسین د کمپاینونو د موفقانه تطبیق لپاره زمینه برابره کړي ترڅو واکسیناتوران او روغتیايي کارکوونکي وشي کولای خپله دنده په ډاډمنه او خوندي فضا کې ترسره کړه او د هیواد په هر ګوډ کې ماشومانو ته رسیدګی وکړای شي او دهغوی په خوله کې د دوو څاڅکو واکسين په څکولو سره، دوی د ددې دایمي معیوب کوونکي ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړي.

پولیو درملنه نلري، یوازې د واکسین له لارې وقایه کيږي. د نیکه مرغه پولو دهغو ناروغيو له جملې څخه ده چې په بشپړه توګه له منځه وړل کیدای شي. لکه څرنګه چې چیچک ناروغۍ یو مهال شتون درلود او د واکسین له لارې له منځه یوړل شو او اوس مهال هیڅ څوک په دې ناروغۍ نه اخته کیږي.

د نړۍ په ډيري هیوادو کې پولیو له منځه وړل شوې ده، خو یوازې په افغانستان، پاکستان او نایجیریا هیوادو کې اوس هم شتون لري. ددې ناورغۍ د بشپړه لمنځه وړلو  لپاره نړیوالې هلې ځلې  روانې دي، ځکه دغه ناروغۍ په ډیر چټکۍ سره سرایت کوي او که چیرې په بشپړه توګه له منځه یوړل نشي، نو ښاي د نړۍ هیوادونه بیاځلي ددې ناروغۍ د ګواښ سره مخ شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې