فيض آباد (پژواک،٢غويى ٩٦): بدخشان کې سيمه ييزچارواکي وايي چې د دې ولايت څو ولسواليوکې د سېلابونو راوتوله امله، څه ناڅه څلور کسان مړه شوي دي، د استوګنې څو کورونه يې ويجاړ کړي دي او لسګونه څاروي يې تلف کړي دي.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر سيدعبدالله دهقان وويل چې ياد سېلابونه تېره ورځ او شپه په درايم، تشکان او يفتل پايان ولسوالېو کې راوتلي دي چې ځاني اومالي زيانونه يې واړول.
هغه زياته کړه: "سېلابونو درايم ولسوالۍ کې، يوشمېر ذ استوګنې کورونه او اتلس غرفې له منځه وړي او يوشمېر څاروي يې تلف کړي دي، تشکان ولسوالۍ کې د لومړنيو راپورونو له مخې ٤ کسان د سېلابونو له امله وژل شوي دي او يوشمېر څاروي له منځه تللي دي، تراوسه د ځاني او مالي مرګ ژوبلې په اړه د کره شمېرو راپور نه دى ورکړل شوى."
د يفتل پايان ولسوال امام علي همدمي وويل: "له تېرې ورځې راهيسې د سېلابونو راوتو له امله د يفتل پايين کشندره، باغ بالين، الک او رباطک کليو کې ٥٠ څاروي له منځه تللي او اوه د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.
همداراز هغه وويل، د توند باران ورښت له امله د يفتل پايين ولسوالۍ کشندره کلي کې يوه غونډۍ هم ښويېدلې اود استوګنې کورونوته ورنږدې شوې ده چې د سيمې خلکو د غونډۍ د نږدې کېدو له امله کورونه پرېښي دي.
خو د بدخشان له طبيعي پېښوسره د مبارزې مشرهمايون دهقان وويل: "د زيان معلومولو څېړنې او سروې ډلې پرون سيمې ته استول شوي دي چې د ولايت بېړنيو حالاتو کمېټې ته د تلفاتو په اړه راپور ورکړي، څو د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د خوراکي اوغيرخوراکي توکو مرستې ور ولېږل شي."
هغه زياته کړه، د دې ادارې د هڅو په ترڅ کې د داريم او تشکان ولسواليو نښلوونکي لارې د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې.
له بل پلوه د بدخشان دکنفرانسونو تالار بنسټ ډبره څه ناڅه ٧٩٠ متره مربع مساحت ځمکه کې د ياد ولايت اړوند ساحه کې کېښودل شوه
د بدخشان والي احمدفيصل بيګزاد چې دې مراسموکې يې خبرې کولې وويل چې د دې پروژې ټولټال لګښت څه باندې ٣٢٠ زره امريکايي ډالره کېږي چې د المان هېواد له پراختيايي بانک څخه ورکول کېږي.
هغه له بهرنيو موسسو او مرستندويانو څخه چې د پراختيايي پروژو په برخه کې کار کوي، غوښتنه وکړه چې دا مهال ورته بدخشان کې د پانګونې موکه برابره ده او امنيت يې هم د نورو ولايتونو په پرتله يوڅه سم دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










