کابل ( پژواک، ١١ غويى ٩٦): د کارګرو او خواريکښو د يوې اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل وايي چې دولت او کارفرما دواړه د کارګرانو حقوقو ته درناوى نه کوي.
د افغانستان د کارګرو او خواريکښو د سراسري اتحاديې ( اخمسا) مشر دغه څرګندونې د غويي په ١١مه، د کارګرو د نړيوالې ورځې په مناسبت له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مۍ مياشتې لومړۍ نېټه د کارګرو او خواريکښو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
ډاکټر محمد لياقت عادل د دې ورځې په مناسبت ټولو کارګرو او خواريکښو ته مبارکي ورکړه او له هغوى سره يې خپل يووالى څرګند کړ.
هغه زياته کړه،په هېواد کې د کارګرو او خواريکښو اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ دی او پر دولت او کارفرما يې غږ وکړ چې د کارګرو او خواريکښو حقوقو ته درناوی وکړي او ددغه قشر حقوق مراعات کړی.
عادل وايي:((موږ به هېچا ته اجازه ورنه کړو چې د خواريکښو او مزدورانو حقوق تر پښو لاندې کړی. ))
د نوموړي په وينا، په هېواد کې بې روزګاري، فقر، د کافي مزد نشتوالی، په ښځو او ماشومانو شاقه کارونه، فساد، روږدي کسان، بې سوادي، د بيو نه کنټرول، تبعيض او د کارګرو د حقوقو غصب او د قوانينوښه نه پلي کېدل اوج ته رسېدلي دي.
د هغه په وينا، لازمه ده چې د کار د نړيوال سازمان ILO د نورمونو مطابق دولت او کار فرما ددغه عظيم قشر حقوق ومني او تل بايد د هېواد په هغه پرېکړو او ناستو کې چې د کار او کارګر اړوند وي د کارګرو د حقوقو مدافعينو ټولنو ته په کې برخه ورکړي.
ده زياته کړه، خواريکښ او کارګر هغه څوک دي چې د خپلو خولو په تويولو سره بل ته هوساينه برابروي .
ډاکټر لياقت عادل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ددوى اتحاديې د کارګرو د ملاتړ لپاره په مختلفو نړيوالو کمپاينونو کې برخه اخيستې او د هېواد په کچه د کار په ساحه کې يې له خواريکښو سره ليدنې کړې او د هغوى ستونزې يې اورېدلې دي.
د هغه په وينا، د بېلګې په توګه ډاکټران، ژورنالېستان، له دولتي او غېر دولتي مامورينو سره ليدنې، د معادنو او د روز مزد کارګرو چې دکار په انتظار ځايونوکې ولاړ وي، ليدنې کړې دي .
د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر وايي، دوى هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ددې عظيم قشر حقوق تر پښو لاندې کړي.
عادل وويل، هېواد ته د کډوالو راستنېدلو سره د بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه وويل، دولت او کارفرما په ډېرو برخو کې د خواريکښو حقوقو تر پښو لاندې کوي او زياته يې کړه، چې که دې ستونزې ته د پاى ټکى کېنږدي، نو دوى به کلک غبرګون وښيي.
نوموړي پر دولت نيوکه وکړه چې د کارګرو په ملي او نړيوالو پروګرامونو کې ددوى اتحاديې ته د ګډون چانس نه ورکوي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








