منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نعیمي: د حکمتیار راتګ خلک سولې ته هیله من کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٦): د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د حزب اسلامي له مشره مننه وکړه چې د دغه ولايت پر ادارې او خلکو يې باور وکړ او په دې ولايت کې راښکاره شو.

نوموړي دغه څرګندونې په لغمان ولايت کې د حزب اسلامي د مشر حکمتيار د راښکاره کېدو له مراسمو وروسته له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، له هغه وروسته چې د حزب او دولت تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو، د حکمتيار د راڅرګندېدو په اړه د خلکو لېوالتيا زياته وه.

د نوموړي په وينا، له نېکه مرغه د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د حزب اسلامي د مشر راښکاره کېدل هغه څه وو چې د باور په ښه فضا او امانتدارۍ په توګه ترسره شول.

نعيمي وايي چې د حکمتيار له راښکاره کېدو څو ورځې مخکې په دغه ولايت کې د هغه لپاره بشپړ چمتووالى نيول شوى و، د ولايت په مرکز او ټولو ساحو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې د حزب اسلامي د مشر، د هغه د مرکزي غړو، ملاتړو، مينه والو، چارواکو، سياسي او قومي مشرانو او نورو خلکو د تګ راتګ او اوسېدو زمينه برابره شوې وه.

د لغمان والي وويل چې د حزب اسلامي مشر حکمتيار په دغه ولايت کې د هغه د راښکاره کېدو د غونډې په ښه توګه او د باور په فضا کې له ترسره کېدو خوښ و.

نعيمي وايي: ((د حزب اسلامي د مشر له خوا د لغمان پر ولايتي ادارې، پر خلکو او پر دولت باور زموږ لپاره ډېر لوى وياړ و، زما او زما د ټېم لپاره چې په ډېرو کمو وسايلو او امکاناتو مو په ټول وس او توان سره هڅه وکړه چې دغه مراسم په ښه توګه ترسره شي.))

د هغه په وينا، د حکمتيار له راتګ سره سولې ته د خلکو هيلې ډېرې شوې دي.

دى وايي، په ځانګړې توګه د لغمان ټول خلک پر دې باور دي چې د سولې عملي برخه به پيلېږي، هم په افغانستان کې او هم به په لغمان کې د سولې بيرغونه ورپېږي.

نعيمي زياته کړه، په دغه ولايت کې ځينې امنيتي اندېښنې وې، خو دوى د يادو مراسمو لپاره بشپړ امنيتي پروګرامونه نيولي وو.

د هغه په وينا، له نېکه مرغه دلته ټولو امنيتي ارګانونو، په امنيت کې مهم رول ولوباوه او پر ځينو ساحو هوايي ګزمې هم وشوې.

د لغمان والي وايي چې په دغه ولايت کې څه موده مخکې امنيتي ګواښونه وو، د اليشنګ ولسوالۍ لور ته وسله والو مخالفينو ډېر قوي بريدونه وکړل، د الينګار او مرکز تر منځ سیمو په ځینو کليو کې سخت جنګونه وشول.

ده زياته کړه: ((دښمن بدبختانه، د خلکو کورونه او جوماتونه په سنګرونو بدل کړي وو، دوى هڅه کوله دا پوستې سقوط او لارې بندې کړي. ))

نعيمي وايي، له بلې خوا دښمن ډېر ناوړه تبليغ پيل کړی و خو له نېکه مرغه حکومت پر وخت اجراات وکړل، ځينې له لاسه وتلې پوستې يې بېرته ونيوې او تازه قواوې يې په کې ځاى پر ځاى کړې.

د لغمان والي وايي چې په دې جګړو کې وسله والو طالبانو ته ډېر زيات تلفات واوښتل، ٦٩ تنه يې ووژل شول، د اتل عمري، کافر شکن او خيبر سنګر په نومونو ګڼ قوماندانان يې هم ووژل شول.

ده زياته کړه، دوى په سيمو کې نوي امنيتي بېزونه جوړ کړي دي او په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکي کې نور امنيتي مرکزونه هم جوړ کړي، څو د ولايت مرکز او لويې لارې په بشپړه توګه خوندي شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست