منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل ښار غازي لېسه کې د زلزلي خطرونو کموالي نمايشي مانور ترسره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک،١٣غويى ٩٦): طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې دولت وزارت د زلزلې خطرونو کمولو او د ښوونځيو خونديتوب لپاره، نن د لومړي ځل لپاره د کابل ښار غازي لېسه کې مانور ترسره کړ.

په ياد مانور  يا نمايشي حرکتونو کې د کابل ښار غازي لېسې شاوخوا ٦٠٠ زده کوونکي د درې ورځو لپاره د زلزلې په تړاو روزل کېږي چې په امن ځايونو کې د خونديتوب، له ټولګيو څخه په بيړنۍ توګه وتل، د پلټنې عمليات، د ژوبلو کسانو ژغورل، د خېمو درول، د وسايلو کارولو لارې چارې او لومړنيو مرستو رسول په کې شامل دي، د ايران زلزلې چارو کارپوهانو  له لوري، د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنيز سازمان (UNESCO) په همکارۍ او د امريکا متحده ايالاتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) او ځينو نورو ادارو په تخنيکي مرسته  روزل کېږي.

په دې مانورکې کله چې د زلزلې خطر زنګ وهل کېږي، ټول زده کوونکي او ښوونکي د  ترلاسه کړو زده کړو له مخې په لاسونو د خپلسر او غاړې ساتنه کوي او ځانونه امن ځاى ته، لکه د مېزونو، دروازو او داسې نورو ځايونو لاندې چې د کړکيو له ښيښو څخه لرې وي، ځانونه رسوي.

همداراز هغوى داسې تمثيل کاوه چې دوه دقيقې وروسته ګواکې د زلزلې ټکانونه کمزوري شوي دي، له ودانۍ څخه په داسې حال کې بهر وتل چې خپل بيکونه يې پر سرونو ايښي وو.

پېښو ته د لاسرسي چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک له دې مانور څخه وروسته په = خبري غونډه کې وويل، د دې مانور ترسره کولو موخه  د زلزلې خطرونو او له زلزلې څخه د رامنځ ته کېدونکې مرګ ژوبلې کمول دي.

هغه زياته کړه: "دې روزنيز مانور کې زده کوونکو پر نفس باور ترلاسه کړ او څرنګه چې وليدل شول، هغوى د نمونې په ډول د زلزلې رامنځ ته کېدو پرمهال ځانونه امن ځايونو ته ورسول، وروسته يې سيمه پرېښوده او بېرته د خپلو ټولګيوالو ژغورلو لپاره ټولګيو ته ورغلل."

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د عامه پوهاوي په برخه کې دا لومړى ګام دى، زياته کړه چې هڅه کېږي راتلونکې کې د زلزلې خطرونو کموالي او مخنيوي اړوند روزنيز مواد د پوهنې وزارت په همغږۍ د ياد وزارت تعليمي نصاب کې شامل شي.

د برمک په باور، که زده کوونکي د زلزلې له خطرونو څخه د مخنيوي زده کړې ترلاسه کړي، نه يواځې چې له ځان بلکې له خپلو کورنيو سره به هم مرسته وکړي.

د هغه په وينا، افغانستان کې د طبيعي پېښو خطرونو کمولو څرنګوالي په برخه کې د سيمې هېوادونو له تجربو څخه استفاده کېږي.

د ايران زلزلې پېژندنې اداره کې د زلزلې چارو کارپوره عبدالخالق کلوايي د زلزلې خطرونو د کمولو رونيز مانور کې د افغان زده کوونکو له ګډون څخه خوښي وښوده زياته يې کړه، تمه لري راتلونکي کال کې د ا مانور په يو وخت د افغانستان ټولو ښوونځيو کې ترسره شي.

د هغه په خبره، که د زلزلې خطرونو په اړه زده کړه په يوه فرهنګ بدله شي، د زلزلې په وړاندې به يو امن هېواد رامنځ ته شي.

د غازي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي او د دې مانور يوه ګډونوال محمد نصير پژواک خبري اژانس ته وويل، د زلزلې خطرونو کموالي په اړه د ترلاسه شوې زده کړې له لارې کولى شي د زلزلې رامنځ ته کېدو پرمهال ځان او نور وژغوري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې