منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بادغیس کې سېلابونو ځاني او مالي زیان اړولی

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۴ کتنې

قلعۀ نو (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله يوه ښځه مړه او  لس کسان ټپيان دي او لسګونه کورونه زيانمن شوي دي.

د بادغېس د ولايتي شورا مرستيال فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سېلابونه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ميرباب، تګاب جللي او دوابي سيمو کې راوتي او دغه مرګ ژوبله او زيانونه يې اړولي دي.

ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې ځينې ټپيان چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى، د دې ولايت د قادس ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او نور د جوند په کلينيک کې تر درملنې لاندې دي.

هغه وويل چې سېلابونو ١٢٠ کورنو نړولي او يا يې زيانمن کړي او لس جريبه کرنيزه مځکه يې زيانمنه کړې ده.

دى وايي، د زيانمن شوې کرنيزې مځکې مساحت ځکه کم دي چې  يادې سېلاب ځپلې سيمې د غرونو په منځ کې په پرته دره کې واقع دي او ډېرې کرنيزې مځکې نه لري.

د تګاب جللي سيمې اوسېدونکي ميرمحمد ياده مرګ ژوبله تاييدوي خو وايي چې سېلابونو په يادو سيمو کې شاوخوا ٨٠ کورونه زيانمن کړي او ځينې يې نړولي هم دي.

د راپورونو له مخې، د غويي په ٢٥مه هم يو تن د سېلاب له امله د سمنګانو لايت په درۀ صوف بالا ولسوالۍ کې مړ شو. دغه راز په دره صوف کې سېلابونو سلګونه جريبه کرنيزه مځکه زيانمنه کړه او ٢٥ څاروي يې ووژل  

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې