منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

باميانو کې د يوه پله لوېدو له امله څلور کسان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۶ کتنې

باميان (پژواک، ١غبرګولى ٩٦): د باميانو ولايت د يکاولنګ دويمه حصه ولسوالۍ کې د اوبو راپورته کېدو او يوه پله د غورځېدو له امله څلور کسان مړه شوي او اووه نور ژوبل دي.

د يکاولنګ د دويمې حصې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رضا پژواک ته وويل چې پخوا د يکاولنګ پر سيند د دره چاشت دهن سیاه دره سيمه کې يو خام پول جوړ شوى و چې تېره ورځ يې يوه پايه د سېلابونو د ډېرېدو له امله لوېدلې چې په پایله کې یې څلور کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې اووه نور کسان هم په پېښه کې ژوبل شوي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

د باميانو والي محمد طاهر زهير هم د اړوندو مرستندويه دولتي او نادولتي ادارو له استازو سره د پېښې د څېړنې او له زيانمنو سره د ليدو په موخه دې ولسوالۍ ته سفر کړى او له زيانمنو سره يې د خوراکي توکي او نغدو پيسو مرستې کړې.

د يکاولنګ دويمې حصې ولسوال محمد ابراهيم وويل چې د اوبو رپورته کېدو له امله د ولسوالۍ سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، څو کيلومتره سړک او نښلوونکې لارې ويجاړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې يو پول هم لوېدلی چى له امله يې د ولسوالۍ څلور اوسېدونکي مړه شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د يکاولنګ دويمه حصه ولسوالۍ کې د اوبو اوچتېدو له امله ګڼې ستونزې پيدا کړې، په دې ولسوالۍ کې د ودانيزو برخو د نشتوالي په سبب خلک خپلې ستونزې نه شي حل کولى چې له امله يې د نا معياري پلونو د جوړېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ کېږي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې