منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٢ تنه مړه او ١٤ نور ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

مهترلام(پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه٩٦): په لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله ١٢ تنه مړه شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د اليشنګ ولسوالۍ په ګونپال سيمه کې شوې ده.

سرچينه زياتوي: (( نن ماسپښين دوه بجې له مرکز مهترلام څخه الیشنګ ولسوالۍ ته پر لاره  دسپرلیو ډک سوپر موټر د ګونپال سیمه کې له مسیره اوښتی او د چپه کېدو په پېښه کې يې ۱۲ تنه هېواد وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.))

سرچينه وايي چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولايت مسوولين په دې پېښه سخت خواشيني شوي او د مهترلام ولایتي روغتون مسوولینو او ډ اکټرانو ته يې دنده سپارلې چې په واک کې شته ټول طبي امکانات دې د ټپيانو د ښې درملنې لپاره وکاروي.

د يادونې ده چې ډير مهال دغه ډول ترافيکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او يا هم د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې