منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کونړ کې اور لګېدنې خلکو ته درانه زیانونه اړولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

 اسعداباد (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦) : د کونړولایت ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کنډګل بازار کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي.

د کونړ د والى ویاند عبدالغني مصمم وايي چې نن ماسپښین مهال د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کنډګل په بازار کې د نامعلوم علت له امله اور لګېدلی . نوموړی زیاتوي، د اور وژنې په موخه طفا ئیه سيمې ته رسېدلې او اور يې   کابو کړى دى.

مصمم زياته کړه چې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي، خو تر اوسه نه ده معلومه  چې څومره زیان خلکو ته اوښتى.

د کنډګل سیمې یوتن اوسېدونکي خان حاجي پژواک ته وويل،په کنډګل بازار کې د اور لګېدو له امله په لسګونو دوکانونه سوځېدلي او همدارنګه د خلکو د میلیونونو افغانیو په ارزښت چارتراش لرګي په کې سوځېدلي دي .

 نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې له زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې