کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): يو شمېر سياسي ګوندونه، عالمان او مدني بنسټونه؛ د تحصن خېمو درول او د معترضينو له لوري د واټونو بندول د اندېښنې وړ وبلل او ټينګار يې وکړ، چې معترضين بايد د هوکړې له لارې له حکومت سره يوې پايلې ته ورسيږي.
د تېرې اوونۍ چهارشنبې ورځ د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کې د موټربم چاودنې په پايله کې، چې د حکومت چارواکو په وينا، په ياده پېښه کې له ١٥٠ زيات کسان وژل شوي او له ٣٥٠ زيات ټپيان دي، چې ډېر يې ملکيان دي.
د کابل يو شمېر اوسېدونکو له ياد بريد وروسته په لاريونونو لاس پورې کړ چې په پايله کې دغه کار په تاوتريخوالي بدل شو، چې له هغه وروسته ځينو معترضينو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تحصن خېمې ودرولې چې له امله يې سخته ترافيکي ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده.
د افغانستان د حق او عدالت ګوند ارشد غړي معين مرستيال، نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د هېواد اوسني سياسي، امنيتي او شخړه رامنځته کوونکي وضعيت او د يو شمېر کسانو، ډلو او سياسي ګوندونو سازمانونو اندېښنه راپارونکو دريځ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي د قانون په چوکاټ کې لاريونونه د خلکو حق وباله او د کابل ښار د تېرې جمعې لاريون ته يې په اشارې سره زياته کړه: "دا چې دغه لاريون څرنګه په تاوتريخوالي بدل شو او يو شمېر هېوادوال مو په کې شهيدان او ټپيان شول؛ له افغان حکومت هيله کوو، څو د تاوتريخوالي عوامل وڅېړي او چا چې د دغو لاريونونو په تاوتريخوالي کې لاس درلود، د قانون منګولو ته وسپارل شي."
خو هغه له معترضنيو غوښتنه وکړه، څو خپلې غوښتنې د تفاهم له لارې له حکومت سره شريکې کړي او هغه چا ته اجازه ورنه کړي، څو د دوى له دا ډول حرکتونو سياسي ګټه پورته کړي.
مرستيال د معترضينو له لوري د ولسمشر، اجراييه مشر او د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د استعفا غوښتنې غيرعملي او غيرقانوني وبللې.
هغه وويل، چې ولسمشر او اجراييه مشر د خلکو د رايو پر بنسټ راغلي او دغه راز اتمر د ولسمشر د حکم له مخې، ټاکل شوى او څوکۍ يې اجراييوي بڼه نه لري او دغه راز د هغه ګوښه کول هم د ملت په خير او ګټه نه دي.
دغه راز اسماعليانو د شورا او ملي پيوند ګوند مشر سيدمنصور نادري نن کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، له هر ډول داسې حرکتونو او لاريونونو سره مخالف دى چې له امله يې نظم ګډوډ او عامه امنيت ته زيان اوړي او دا ډول کار د ډيموکراسي او ازادۍ اصولو سره په ټکر کې دى.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، چې د ملي يووالي دولت ړنګېدل هېواد کې د هېڅ سياسي او قومي جريان او ډلې په ګټه نه دي.
نوموړي د محمد حنيف اتمر د ګوښه کولو په اړه د جمعيت اسلامي غوښتنې ته په اشارې سره وويل: "د هېواد په اوسني پېچلي سياسي او پوځي حالت کې دا ډول کار هيڅ توجيه نه لري او موږ چې له اتمر ښه پېژندګلوي او برداشت لرو؛ نوموړى په خپلو کاري دورو کې د يوه وړ کادر په توګه هېوادوالو په ځانګړي ډول امنيتي چارو ته ډېر خدمت کړى دى."
نادري ټينګار وکړ: "په دا ډول حساس سياسي وضعيت کې چې د هېواد ټول کورني او بهرني دښمنان د دولت نړېدو ته په تمه دي؛ بايد ټول يو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو او خپله خاوره له دې نوره ويجاړېدو ته پرېنږدو؛ ځکه د دولت له منځه تلل د هيڅ سياسي او قومي جريان په ګټه نه دي."
بلخوا د افغانستان د علماو ټولنې، په يوه جلا خبري ناسته کې په هېواد کې وروستۍ خونړۍ پېښې وغندلې او ويې ويل، په روژه مبارکه مياشت کې د دا ډول بريدونو ترسره کول هيڅ کله د توجيه وړ نه دي او هر عمل چې د بېګناه هېوادوالو د وژل کېدو لامل کېږي؛ د اسلامي شريعت خلاف کار دى.
د "افغانستان د علماو مجمع" وياند مولوي عطاءالله فيضاني وويل: "موږ په اوسنيو حساسو شرايطو کې له ټولو سياسي ګوندونو، مشرانو او هېوادوالو غواړو، څو له قومي، سمتي او ژبنيو تعصبونو ډډه وکړي."
دغه راز د يادې شورا له لوري په خپاره شوي پرېکړه ليک کې راغلي، سوله ييز لاريون د هر هېوادوال حق دى، خو په لارو کې د خېمو درول او د واټونو بندول د هېوادوالو د ازار او ځور لامل شوي، چې خېمې بايد ژر تر ژره ټولې کړل شي.
د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي، چې د هېواد لوړپوړي چارواکي په ځانګړي ډول د کدري مسوولينو لکه د ملي امنيت سلاکار، کورنيو چارو وزير، د ملي امنيت مشر او د ګارنيزيون قوماندان مشر خدمتونو ته په پام سره پر هغوى باندې تورونه لګول د افغانستان د اساسي قانون او شرعي اصولو خلاف عمل دى او د بل چا جرمونه بايد د دوى پر غاړه وانه چول شي.
دغه راز نن يو شمېر مدني بنسټونو هم د شهرنو په پارک کې د غونډې په ترڅ کې د معترضينو له لوري د خېمو له درولو سره تحصن اعلان کړ.
د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې مشر فردين فدايي وويل، د دا ډول خېمو په درولو سره ځينې واټونه بند شوي، په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې او خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه راز د افغانستان د مشارکت ملي ګوند مشر نجيب الله کابلي هم د خېمو درول د اساسي قانون او ديني زده کړو خلاف کار وباله.
د يادې ناستې په پايله کې د مدني ټولنې استازي د کابل ښار د شهرنو پارک کې د لګېدلې خېمې د لرې کولو په موخه ورغلل، خو د خېمې له داخله پرې ډزې وشوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










