ژبه

سباوون: په اوسنيو شرايطو کې دې امنيتي ځواکونو ته روحيه ورکړل شي

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د حزب اسلامي متحد افغانستان ګوندمشر وحيدالله سباوون وايي چې د هېواد په اوسنيو شرايطو کې امنيتي ځواکونو او مشرانو ته يې روحيه ورکول په کار دي.

سباوون د غبرګولي په ٢٠مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د هېواد د وروستيو نا امنيو او ناوخوالو له امله ټول هېوادوال غمجن دي.

هغه زياته کړه : (( په دې پېښو کې د يو قوم يا يو سمت وګړي نه دي زيانمن شوي، بلکې هرڅوک او د هرې ډلې او په ټوله کې د هېواد وګړي زيانمن شوي او غم يې هم  يو دى.))

سباوون وويل، هېواد له حساسو حالاتو او شرايطو څخه تېريږي او په دې حساس وخت کې بايد له داسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې ولس ته ستونزې پيدا کېږي او ترمنځ يې اختلافاتو او نفاق ته لاره هوارېږي.

د حزب اسلامي متحد افغانستان ګوند مشر په کابل کې د ناامنيو وروستيو پېښو، لاريونونو او مدني حرکتونو ته په اشارې سره وويل، لاريونونه او مدني حرکتونه د هر هېواد وال حق دى، خو دغه کارونه بايد د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.

نوموړي د لاريون کوونکو د غوښتنو په اړه وويل، د ملي امنيت دسلاکار او نورو  امنيتي مشرانو له دندو لرې کول د حل لاره نه ده، بايد دوى او امنيتي ځواکونو ته نوره روحيه ورکړل شي.

سباون وايي، اوسنى حکومت له ستونزو خالي نه دى، خو د نظام کمزوري کول يا ړنګول او په دې بهانه سياسي امتياز ترلاسه کول، سم کار نه دى.

ده زياته کړه : (( موږ بايد حکومت ته سالمې مشورې ورکړو، تهديد يې نه کړو.))

نوموړي وويل، وروستيو حرکتونو خلکو ته ستونزې جوړې کړي او دوى يې خوابدي کړي دي.

دى وايي، له حکومته د امنيت د ټينګښت لپاره مشروع غوښتنې ټولو ته د منلو وړ دي، خو تشنج رامنځته کول د هېواد په ګټه نه دى. 

د سباوون په وينا، دوى هم د حکومت په ملکي او نظامي برخو کې بدلونونه او اصلاحات غواړي، خو دغه کار د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې .

ده وويل، حکومت د خلکو د رايو په اساس رامنځته شوى او بايد ورته چانس ورکړل شي چې خپله قانوني موده پوره کړي. 

login or register a new account.