ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اختر او د يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو هيلې

اختر او د يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو هيلې

author avatar
24 Jun 2017 - 11:13
اختر او د يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو هيلې
author avatar
24 Jun 2017 - 11:13

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د کوچنۍ اختر ورځې د مسلمانانو لپاره له يوې مياشت عبادت وروسته د خوښۍ ورځې دي، خو يتيم او بې سرپرسته ماشومان له هغو کسانو دي چې له دې خوښۍ محروم دي.

د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکى ١٢ کلن رياض الدين يو له هغو ماشومانو دى چې پلار يې مړ شوى او د سرپرست نه لرلو په سبب له درېيو کلونو راهيسې د کابل علاوالدين روزنتون کې ژوند کوي.

نوموړي د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې اختر د هغه لپاره څه معنا لري؟ وويل: ((اختر يعنې د خپلې مور او پلار تر څنګ ژوند کول چې هر ځاى ولاړ شې او خوښي وکړې.))

رياض زياته کړه: ((ډېر وخت کېږي چې خپله مور پسې خپه شوى يم، يو ځل مبايل را اخلم او مور ته مې زنګ وهم، خو هېڅ نه کېږي چې ورشم او له نږدې يې ووينم، په دې درېيو کلونو کې مې يوازې يو ځل ليدلې ده.))

د بغلان ولايت اصلي اوسېدنکى ١٣ کلن مطيع الله چې څلور کاله وړاندې د مور او پلار له سيوري محروم شوى، اوس په علاوالدين روزنتون کې ژوند کوي او درس وايي.

هغه وويل: ((اختر يعنې د خپلې کورنۍ، مور او پلار تر منځ رښتيني خوښي او نېکمرغي، په روزنتون کې ورور، خور او والدين لرم، خو بيا مې هم د اختر ورځو کې والدين سخت يادېږي، کاش چې اوس يې تر څنګ واى.))

١١ کلنه مهناز وايي چې د مور له مړينې وروسته يې پلار نه غوښتل چې دا لويه کړي، له همدې امله يې روزنتون ته را ولېږله.

هغې وويل: ((هيله مې دا ده چې اختر له خپلې کورنۍ سره تېر کړم، خو نه شم کولى، دا هيله مې زړه کې پاتې ده چې يوه ورځ دې له خپل پلار سره وم.))

١٤ کلن مرسل د ياد روزنتون بله ماشومه ده چې په ډېر کوچينوالي کې يې خپل مور او پلار د جګړې له امله مړه شوي او اوس يې په دې اړه هېڅ هم په ياد نه دي چې مور او پلار يې څنګه وو.

هغې وويل: ((هغه ماشومان چې مور او پلار يې ورسره وي، پر قدر يې دې پوه شي، په اختر کې يې دې لاسونه ښکل کړي، درناوى يې دې وکړي او خوښ دې وي.))

مرسل په ژړغوني انداز وويل: ((هغه ماشومان ډېر نېکمرغه دي چې زموږ په څېر نه وي،  مور او پلار يې ورسره وى، هيله مې د مور او پلار تر څنګ ژوند دى، تېر کال مې اختر کې له خدايه غوښتل چې اى کاش د نورو ماشومانو په څېر د خپلو والدينو تر څنګ وى.))

د علاوالدين روزنتون مدير ماوا پژواک ته وويل، په دغه روزنتون کې ١١٠ نجونې او ١٤٠ يتيم او بې سرپرسته هلکان ساتل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.