منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

امو سيندد بلخ دوه ولسوالۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٧چنګاښ ۹۶): د بلخ ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې که دولت د امو سيند تحکيم بندۍ ته پام ونه کړي؛ نو لرې نه ده چې د دغه سيند پر غاړه پرتې ولسوالۍ شورتپه او کلدار له جدي ګواښ سره مخ شي.

امو سيند د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سرحد صفري نقطه جوړوي چې د ازبکستان له لوري د ياد سيند پر څنډو تحکيمات شوي؛ خو د افغانستان لوري ته د نه تحکيماتو له امله د اوبو مخې زيانونه اړولي دي.

د بلخ په څوارلس ولسواليو کې شورتپه او کلدار ولسوالۍ د امو سيند پر غاړه پرتې دي، چې هر کال يې د څپو زور کرنيزې ځمکې او کورونه له منځه وړي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې يې د خپلو کرنيزو ځمکو او کورونو د ويجاړېدو د مخنيوي لپاره څو ځله غږونه پورته کړي؛ خو نه دي اورېدل شوي.

د بلخ ولايتي شورا سربېره پر دې چې پر امو سيند د تحکيماتو چاره ستره پروژه ګڼي، خو وايي چې لږ تر لږه دولت بايد دومره څه وکړي چې د کلدار او شورتپې ولسوالۍ کرنيزې ځمکې او کورونه د له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.

له تېرې يوې نيمې لسيزې د شورتپې ولسوالۍ هزاره توقی، بوزاريق، اريق باتور، جنګل اريق او جوی وکيل هغه سيمې دي چې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ډېرې زيانمنې شوې دي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، تر دې دمه د دغو کليو کابو ۸ زره جريبه کرنيزه ځمکه او ځنګلونه له منځه تللي او دوه زره کورونه ويجاړ او زيانمن شوي دي.

د اريق باتور کلي ملک ۵۴ کلن حاجي عبدالرشيد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له کومې چې مې يادېږي، امو سيند موږ پسې دی، تر دې چې ټول کلی يې راته يوړل.))

نوموړي زياته کړه چې په دغه کلي کې کابو ۲۰۰کورنۍ وې او سلګونه جريبه کرنيز ځمکه او ځنګلونه يې لرل؛ خو اوس هېڅ هم نشته.

د هغه په وينا، د دوی د کلي ساحه اوس د امو سيند پر غېږ بدله شوې ده.

د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو څو کلونو يې د اق مسجد، اورزاق، ارغه يق، جوی جديد او د ځينو نورو کليو ابادۍ او کرنيزې ځمکې د امو سيند د نه تحکيماتو له امله ويجاړې شوې دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي صفت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د سلګونو کورونو تر څنګ کابو پنځه زره جريبه ځمکه له منځه تللې ده.

نوموړي زياته کړه چې دوی له خپلو سيمو نورو سيمو ته په کوچېدو شوي، تر دې چې ځينې خلکو دغه ولسوالۍ پرې ايښې ده او نورو سيمو ته تللي دي.

هغه همداراز په امو سيند کې د ازبکستاني کښتيو ګرځېدل هم افغانستان لوري ته د اوبو د رخ په بدلېدو کې رغنده وګڼلې.

د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد هم د امو سيند د نه تحکيماتو له امله خلکو ته د اوښتو زيانونو پخلی کوي.

نوموړي زياته کړه: ((دا څرګنده ده چې پر يادې پروژې کار کول سترو لګښتونو ته اړتيا لري؛ خو دولت مکلف دی چې څه چاره وکړي.))

د هغه په وينا، دوی ګوري چې د امو سيند د څپو د زور له امله هر کال کلدار او شورتپه ولسوالۍ د له منځه تلو له ګواښ سره مخ وي.

حديد له مرکزي ادارې او نړيوالو څخه د جدي مرستو غوښتنه وکړه.

د بلخ ولايت سيمه ييز چارواکي که څه هم د امو سيند د نه تحکيماتو له امله د اوښتو زيانونو پخلی کوي؛ خو وايي چې د دغې ستونزې د حل وس نه لري.

د بلخ د دريايي حوزې امر حشمت الله وطنيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی يوزاې په اضطراري حالت کې د امو سيند پر وړاندې د کوچنيو تحکيماتو جوړېدو لپاره اسانتياوې لري.

نوموړي د امو سيند د نه تحکيم بندۍ له امله د اوښتو زيانونو پخلی وکړ؛ خو دا يې هم په ډاګه کړه چې په اساسي توګه يې پر وړاندې د تحکيماتو جوړېدو وس نه لري.

بلخوا د بلخ د والي وياند منير فرهاد د ازبکستاني کښتيو لخوا د قانوني سرغړونې موضوع رد کړه.

نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه د ازبکستان هېواد کښتۍ له خپلو حدودو نه دي اوښتي، که چېرې داسې وشي نو پر وړاندې به يې غبرګون وښيي.

هغه دا هم وويل چې دوی څوځله له مرکزي حکومت سره د يادې ستونزې د شرېکدو له لارې خپل مسووليت ادا کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې