جلال اباد (پژواک، ٧ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کوچني اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله د لس مېرمنو په ګډون ۱۶۱ تنه ټپيان شوي دي.
د سړکونو تنګوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او له ترافيکي اصولو څخه سرغړونه هغه څه دي، چې د دې پېښو لامل شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته د ترافیکي پېښو له امله ۱۶۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي .
دی وايي، يادو ټپيانو کې لس مېرمنې او لسګونه ماشومان هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، یادې ترافیکي پېښې اکثریت د موټر سایکلونو او موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي .
هغه وایي، د ترافیکي پېښو زیات شمېر ټپيان يې له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږلي،خو لسګونه نور یې اوس هم تر درملنې لاندې دي.
د عامې روغتیا ريیس همدا راز وایي، د اختر په یادو درې ورځو کې د هوایي ډزو له امله هم لسګونه تنه ټپیان د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.
د يادونې ده چې ننګرهار يو ګڼ مېشته ولایت دی او موټر هم په کې ډېرې دي چې له امله يې ډېرې ترافيکي پېښې هم رامنځته کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










