منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په انجيل ولسوالۍ کې د لامبو پرمهال درې ماشومان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

هرات ښار( پژواک، ١٠چنګاښ٩٦): د هرات ولايت حکومتي چارواکي وايي چې په انجيل ولسوالۍ کې د لامبو پرمهال درې ماشومان مړه شوي دي.

د هرات د والي وياند، جيلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغو درېيو يادو شويو ماشومانو عمرونه ٨،١٢ او ١٥ کاله و.

د هغه په وينا، دغه پېښه د انجيل ولسوالۍ په جعفر اباد کلي کې رامنځ ته شوې ده.

فرهاد وايي، دغه ماشومان په خپلو کې سره خپلوان و چې په سيند کې د لامبلو پرمهال د بې احتياطۍ له امله مړه شوي دي.

هغه، ددغو ماشومانو د مرګ له امله د خواشينۍ په څرګندولو سره له کورنيو غواړي چې د اوړي د ګرمې هوا په پام کې نيولو سره دې  خپلو ماشومانو او زلميانو ته پاملرنه  وکړي.

هغه کورنيو ته سپارښتنه کوي چې د لامبو پرمهال د خطر د مخنيوي لپاره بايد دخونديتوب ټکي په پام کې ونيول شي.

د هرات د والي د وياند په خبره، د کال له پيله تر اوسه پورې په هرات ولايت کې  لږترلږه لس   ځوانان د لامبو پرمهال د بې احتياطۍ له امله له دا ډول پېښې سره مخ شوي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا په ګرمېدو سره، ځوانان او تنکي ځوانان د ساعتېريو پر مهال په ځانګړې توګه د رخصتيو په ورځو کې د هريرود سيند،"جوی انجیل" او" جوی نو" په اوبو کې لامبو وهي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې