کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦) : د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي افغانستان مرکزي غړى خالد فاروقي د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.
د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوې سرچينې د چنګاښ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پر خالد فاروقي تېره شپه په کابل کې د زړه حمله راغلې، خو روغتون ته په لاره يې ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړې، هغه به نن په کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي.
د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال هم پژواک اژانس ته ومنله چې خالد فاروقي مړ شوى او د هغه په مړينه يې خواشيني څرګنده کړه.
د حزب اسلامي مرکزي غړى او پخوانى جهادي قوماندان خالد فاروقي د پکتيکا ولايت اوسېدونکى و او د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو په جهاد کې يې فعاله ونډه درلوده.
خالد فاروقي د ولسي جرګې په تېره دوره کې د پکتيکا ولايت د خلکو استازی و او اوس مهال د ولسمشر د سلاکار په توګه يې دنده پرمخ بېوله.
نوموړي څو کاله مخکې په کابل کې د حزب اسلامي د يوې ځانګړې ډلې مشري هم کوله، خو کله چې د حزب اسلامي مشر حکمتيار کابل ته راغى، نو دى بېرته ورسره يو ځاى شو.
login or register a new account.