منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

ويس برمک: ننګرهار کې د داعش ځپلو سيمو ښوونځي، کلينيکونه او کورونه رغوو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۶): د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزير ننګرهار ته د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د داعش ځپلو سيمو ښوونځي، کلینيکونه او سربندونه بېرته رغول کېږي.

د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتره د چنګاښ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ويس برمک دا څرګندونې نن د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د ننګرهار والي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت له وزير څخه غوښتنه وکړه چې د ننګرهار ولايت له جنګ ځپلو او بېځايه شوو کورنيو سره لا زياتې مرستې وکړي.

محمد ګلاب منګل د بېړنۍ کمېټې غونډه کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي په چارو کې د دولت له وزير ويس برمک څخه د دغه ولایت جګړه ځپلو، داخلي بې ځايه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د بېړنيو مرستو او له داعش څخه پاکو شوو سيمو کې د پوهنې، روغتيا، کرنې او ټولګټو پروژو تطبيق غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار ولايت اړوند د بېړنۍ کمېټې غړو، د مرکزي حکومت د بېړنۍ کمېټې راغلي پلاوي، د ۲۲ ولسواليو ولسوالانو، د اچين کوټ، نازيانو، هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو قومي مشرانو ګډون درلود.

د يادو ولسواليو مخورو د پېښو پر وړاندې چمتووالي چارو کې د دولت له وزير او ننګرهار ولايتي ادارې د بېړنۍ کمېټې له غړو غوښتنه وکړه چې د يادو ولسواليو بېځايه شوو او جګړه ځپلو کورنيو سره دې د سرپناه، خوراکي او غير خوراکي توکو مرستو تر څنګ هغه کورونه چې په جګړو کې ويجاړ شوي بېرته دې ورغوي.

قومي مشرانو له داعش څخه په پاکو شوو سيمو کې د امنيت ټیګنښت، ويجاړ شوو کلينيکونو، ښوونځيو، سربندونو، کورونو او د ولسوالۍ تاسيساتو د بېرته په اساسي ډول جوړولو او رغولو غوښتنه هم وکړه.

دوی  ډاډ څرګند کړ چې له حکومت سره د امنيت په تامين کې اوږه په اوږه برخه اخلي او د ولسي پاڅون او سيمه ييزو پولیسو ليکو ته د ځوانانو ورکړې ته پوره چمتو دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د داعش د جګړو له امله لوی شمېر کورنۍ بېځايه شوط چې د ولايتي ادارې د لارښوونې له مخې په بېلابېلو سيمو کې سروې ترسره او له زرګونو کورنيو سره مرستې شوې او سروې لا هم په بېلابېلو سيمو کې روانه ده.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې له ټولو بې ځايه شوو کورنيو سره به مرستې ترسره شي.

ده زياته کړه، پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش له لوري ويجاړ شوو کورونو جوړولو لپاره ۳۵۰زره امريکايي ډالر له مرکز څخه منظور شوي چې ډېر ژر به د کورونو جوړولو چارې پيل شي.

د ننګرهار والي د پېښو پر وړاندې چمتووالي په چارو کې د دولت له وزير ويس برمک څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت جګړه ځپلو، داخلي بېځايه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو سره لا زياتې مرستې تر سره کړي.

ويس برمک وويل، ننګرهار ولایت يې د کارونو په لومړيتوب کې نيولی او ځانګړې پاملرنه يې ورته کړې ده.

برمک وويل، په کابل کې بېړنۍ کمېټه پوره همغږي لري او په ننګرهار ولايت کې داعش ځپلو کورنيو ترڅنګ داخلي بې ځايه شويو سره د مرستو منظم پلان جوړی کړی دی.

نوموړي ژمنه وکړه چې په يادو سيمو کې د تخريب شوو ښوونځيو، کلينيکونو، کورونو او نورو دولتي تاسیساتو او سربندونو جوړولو لپاره يې منظم ميکانیزم جوړ کړی چې ډېر ژر به يې عملي کړي.

ده ډاډ څرګند کړ چې د ولسمشر حکم له مخې د هر قرباني کورنۍ ته سل زره او ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي.

هغه ننګرهار والي او خلکو ته ډاډ ورکړ چې د نورو ولایتونو په پرتله به ننګرهار ته په هره برخه کې لا زياته پاملرنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې