فيض اباد (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي چې د دغه ولايت په شکي ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان وژل شوي او ١٥ نور ژوبل شوي دي.
د يادې ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان نن له پژواک خبري اژان سره ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې د شکي ولسوالۍ په راوانک کلي کې د سېلابونو راوتو له امله پر يادې مرګ ژوبلې سربېره د ولسوالۍ ٢٠ استوګنيز کورونه هم په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
د بدخشان ولايت د دغه ځايي چارواکي د معلوماتو له مخې، په ولسوالۍ کې د ژغورنې ډلې د ولايت ګڼ اوسېدونکي ژغورلي، له ټپيانو سره يې روغتيايي مرسته کړې او له زيانمنو کورنيو سره يې د خېمې او اړينو درملو مرسته کړې ده.
نوموړي زياته کړه، ټاکل شوې يوه اندازه درمل، نغدې پيسې، له يوې مرستندويه ډلې سره د ځپل شوو کورنيو د مرستې په موخه د ملي دفاع وزارت په چورلکه کې سيمې ته ورسول شي.
دهقان زياته کړه چې د دغه ولايت په بهارک، خاش او يمګان ولسواليو کې هم سېلابونه راغلي چې خلکو ته يې درنه ملګ ژوبله اړولې ده.
هغه وويل چې تر اوسه پورې د يادې پېښې د مرګ ژوبلې او زيانونو شمېره نه ده په ګوته شوې، له کورنيو سره بايد بېړنۍ مرستې وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










