منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله مرګ ژوبله واوښته

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک،١٨چنګاښ٩٦): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي او يوه بله نجلۍ ټپي شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار  د ګرشک په يخچال سيمه کې يو ٣٠٣ موټر له يوه موټرسايکل سره جنګېدلى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو سړى او يوه ښځه مړه شوي او يوه لس کلنه نجلۍ ژوبله شوې ده.

ده زياته کړه، پېښه د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده. هغه له سيمې تښتېدلى، خو امنيتي ځواکونو د موټر اړوند يو بل کس نيولى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې