منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پروان کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۹ کتنې

چاريکار (پژواک، ٢٤چنګاښ ٩٦): د پروان ولايت سرخ پارسا ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله ګڼ مالي زيانونه اوښتي، خو ځاني زيان نه لري.

د پروان ولايتي شورا غړي قاري عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه زيانونه تېره شپه په قتندره، لند قتندره او دره کلان سيمو کې رامنځه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادو شوو زيانونو له ډلې د شپږ کيلومتره سړک ويجاړي، د ٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکې، سلګونه مېوه لرونکو او بې مېوو ونو له منځه تلل او د لسګونه استوګنيزو کورونو وېجاړېدل د يادونې وړ دي.

د پروان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر محمد امين حيدري د زيانونو د پخلي تر څنګ وويل چې دغې ادارې سېلاب ځپلو سيمو ته د څېړنې ډله استولې ده.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې اداره به يې د زيانونو له کره څېړنې او تثبت وروسته له زيانمنو سره مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې