منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې د وروستيو سېلابونو له امله ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې د وروستيو سېلابونو له امله ١٦ کسان وژل شوي او ١٩ نور ژوبل شوي دي.

د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله همايون وويل چې دغه انساني مرګ ژوبله په نسي، شکي او کوفاف ولسواليو کې اوښتې ده.

نوموړي د بدخشان له والي احمد بېګزاد سره د يوه پلاوي په مشرۍ دغو درېيو ولسواليو ته سفر وکړ او د پېښو د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره يې د ليدنې په ترڅ کې ورسره بېلابېلې مرستې وکړې.

دهقان زياته کړه: ((د هر قرباني کورنۍ ته ٥٠-٥٠ زره او د ټپيانو کورنيو ته ١٥-١٥زره نغدې افغاۍ د پېښو سره د مبارزې رياست له لوري مرسته وشوه، هغه سروې چې ګانې چې د پېښو په برخه کې د همکارو موسسو او اړوندو ادارو له لوري شوې، د نسي، شکى او کوفات ولسواليو  د ١٥ کلو ٢٤٩ کورونه په کې شامل دي چې په بشپړ ډول ويجاړ شوي.))

د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري وويل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د وروستيو څو ورځو سېلابونو له امله بې ځايه شوي د خېمو له کمښت سره مخ دي او په نورو پړاوونو کې به يې پاتې اړتياوې پوره شي.

نوموړي وويل چې د بدخشان والي د يادو شوو ولسواليو د حوادثو کمېټې ته لارښوونه کړې چې ډېر ژر دې د بې ځايه شوو کورونو ته د اوښتو زيانونو کچه معلومه کړي او د حوادثو ولايتي کمېټې ته دې يوه جامع کړنلاره وسپاري چې د کورونو په ترميم او د مرستندويه او خيريه ټولنو له لارې د هغوى لپاره د نوو کورونو د جوړولو لپاره دولتي ځمکې تثبيت کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې