کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٦): د کابل په سروبي او خاکجبار ولسواليو کې سېلابونو ١١ تنه وړي، لسګونه کورونه نړولي او په سلګونه جريبه باغونه او کرنيزې ځمکې يې وړې دي.
د سروبي يوه اوسېدونکي ملک روستم عيسى خېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو سېلاب راغلى او د دې ولسوالۍ په سلام خېلو کلي کې يې نهه تنه چې په يوه سراچه موټر کې سپاره وو او هم په ملايانو کلي کې دوه تنه چې په خوړ کې را ايسار شوي وو، وړي دي.
د ده په خبره، يو شمېر نور کسان هم لا درکه دي، خو کره شمېر او معلومات يې اوس نشته.
ده زياته کړه، له دې سربېره په چينو کلي کې سېلاب يو ښوونځى او يو جومات او همدارنګه په ګنده خڅري کلي کې يو جومات د سېلاب راوتلو له امله ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، په ځينو نورو کليو، لکه اينځري کې يو شمېر څاروي سېلابونه وړي دي.
دى زياتوي: "له دې زيانونو وراخوا په هر کلي کې په سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې او باغونه د سېلابونو له امله ويجاړ شوي دي، ان دا چې د پېړيو پېړيو ونې يې هم وړې دي."
له بلې خوا د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې هم، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې سېلابونه راغلي او خلکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
د دې ولسوالۍ د زندان کلي يوه اوسېدونکي عمرګل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو سېلاب راغى او د ده د باغ او کروندې په ګډون يې د کلي د زياترو اوسېدونکي باغونه او کروندې له منځه وړي دي.
دى وايي: "زموږ په کلي کې سېلاب د خلکو شاوخوا پنځوس جريبه ځمکه وړې، د باغونو مېوې، نيالګي او فصلونه له منځه لاړل، ان د څارويو لپاره کښت مو هم له منځه لاړ."
د هغه په وينا، حکومت دې د دې سيمې او په مجموع کې د خاکجبار له ټولو کروندګرو او بڼوالو سره هر اړخيزې مرستې وکړي.
د خاکجبار د ټغرو د کلي يوه اوسېدونکي ترين خان هم پژواک ته وويل، سېلاب د دوى د کلي ډېر باغونه وړي او هم يې فصلونه له منځه وړي دي.
د ده په خبره، د ده په دوه جريبه باغ کې کابو ٢٥٠ د مېوې ونې وې، چې مېوې يې له منځه تللي او نيالګي يې هم خراب شوي دي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دې سيمې د خلکو د ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.
د دې ولسوالۍ د ملنګ د کلي اوسېدونکي حاجي کټور بيا وويل، سره له دې چې دمګړۍ د سېلاب کره زيان نه شي معلومېدى، خو د ده د معلوماتو له مخې، د دې کلي ٤٠٠- ٥٠٠ د مېوو ونې سېلاب له ځان سره وړې دي.
ده زياته کړه، که چېرته د خاکجبار د روجان بند جوړ شوى واى، نو د سېلاب مخه نيول کېده.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دا بند جوړ کړي، ترڅو په راتلونکي کې خلک له زيانمنېدو څخه وژغورل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ملنګ کلي سربېره د خاکجبار په زياترو کليو لکه چکړي، خوردکابل، باغګي، دوران خېلو، تالوخېلو، خداير کلا کې سېلابونه راغلي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته د رسېدلو زيان مشخص نه کړ، خو ويې ويل چې په دې اړه سبا سروې پيلېږي.
نوموړي د روجان بند د جوړولو په اړه وويل چې دوه مياشتې وړاندې يې ولسمشر اشرف غني ته د خاکجبار د درېيو لويو ستونزو د هواري په نوملړ کې يو هم د روجان بند جوړولو وړانديز کړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










