جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار ولايت روداتو او کامې ولسواليو کې د باران او توپان له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل،تېر ماښام د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د باران د سخت ورښت له امله سيلابونه راووتل.
هغه زياته کړه، د سيلاب له امله د روداتو او کامې ولسواليو په مربوطاتو کې يوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي او يو شپېته کلن سړی ټپي شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر ماښام د روداتو ولسوالۍ حصار شاهي سيمه کې د باران او توپان له امله په يوه کور کې د ونې غورځېدو له امله يو ماشوم او مېرمن مړه شوي دي.
په ورته وخت کې کامې ولسوالۍ کې هم د يوې ونې چپه کېدو له امله هم يو ماشوم مړ او يو شپېته کلن سړی ټپی شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې امنيتي مسوولينو د سيمې خلکو په مرسته له نهر څخه د يو ۳۵ کلن ځوان جسد، چې هويت يې څرګند نه دی را ايستلی او عدلي طب ته يې لېږدول دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










