ژبه

په سروبي کې د سيلابونو له امله ١٧ تنه مړه شوي

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦) : د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله ١٧ تنه مړه شوي دي.

د سروبي ولسوال محمد فهيم موسی زي د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د سروبي ولسوالۍ په شاوخوا غرنيو سيمو کې د زياتو بارانونو له امله د ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې سيلابونه راوتلي وو‌.

هغه زياته کړه، پرون د دې سيلابونو له امله يو سراچه موټر چې د يوې کورنۍ غړي په کې ناست وو، اوبو وړى چې له امله يې اووه کسان مړه شوي دي.

د ولسوال په وينا، دغه راز په نورو سيمو کې هم د سيلابونو له امله څلور تنه مړه‌، اووه تنه ټپيان او شپږ تنه اوس هم نادرکه دي .

موسى زى وايي، دغه راز د سيلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي، لسګونه څاروي مړه شوي، باغونه او د خلکو کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې دي.

د سروبي ولسوال وويل، نن له مرکز کابل څخه د پېښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت له لوري يو پلاوى راغلى او له هغو کورنيو سره يې مرستې کړي چې په سيلابونو کې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز  ده زياته کړه، راغلي پلاوي د خلکو د مالي زيانونو سروې هم کړې او ډېر ژر به نورې مرستې هم وکړي.

د سروبي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي عبد اللطيف بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل، د يادې پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه زياتوي، ځيني مړي په سيلابونو کې له لرو کليو څخه راوړل شوي وو چې بيا خلکو وويستل .

د بابکرخېل په وينا، دغه راز تر لسو زيات کورونه هم نړېدلي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

دغه راز دغو سيلابونو د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې هم خلکو ته ډېر زيات مالي زيانونه اړولي، خو د ځاني زيانونو راپور تر اوسه نه دى ورکړل شوى.

login or register a new account.