کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): ولسمشرغنی له چورلکې د کابل سروبي ولسوالۍ سېلاب ځپلو سيمو تر ليدو وروسته له سېلاب ځپلو سره د مرستې او د سېلابونو د زيانونو کمولو لپاره د اړينو کړنو امر وکړ.
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د چنګاښ په ٢٥ مه د سيلابونو له امله ١٧ تنه مړه او يو شمېر ټپيان شول او درانه مالي زيانونه يې واړول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له یو شمېر چارواکو سره يوځاى د سروبي ولسوالۍ د وروستیو سېلابونو له امله ځپل شوې سیمې له چورلکې څخه ولېدلې.
سرچينه ليکي چې غنې وروسته په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې په سروبي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه د اړوندو مسوولینو راپور واورېد.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د راپور تر اورېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو شویو کورنیو ته د رسېدنې په موخه ژر بېړنۍ مرستې وکړي.
ولسمشر ويلي چې سروبي کې د سېلابونو له زیانونو او مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه تخنیکي مطالعې ته اړتیا ده.
د ده په وينا، سروبي ولسوالي دې په یوه پلاني سیمه بدله او له سیلابونو څخه دې د خونديتوب لپاره ورته لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د کلیو پراختیا او ښار جوړولو وزیرانو او د پایتخت زون د پراختيا ادارې مسوول ته لارښوونه وکړه چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ سیمې مطالعه او تشخیص کړي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د کورونو جوړولو پرځای دې له خلکو سره په مشوره د کورونو جوړولو لپاره بدیلې سیمې مشخصې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










