جلال اباد (پژواک، ٩ زمرى ٩٦) : په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازې پروين نورستانۍ په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوه .
په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازي مولوی احمدالله موحد د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پروين نورستانۍ نن مازيګر شاوخوا ۴ بجې له کابله جلال اباد ته پر لاره وه چې په يوه ترافيکي پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
هغه زياته کړه، پېښه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړونده د درونټې په سيمه کې رامنځته شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان هم دي.
يوې بلې سرچينې هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري پژواک اژانس ته وويل، د پروين نورستانۍ جسد او يو بل ټپي روغتون ته را وړل شوي دي.
ډاکټر پروين نورستانۍ د عبدالقدير لور، چې په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د نورستان ولايت په ويګل ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. خپلې ثانوي زده کړې يې په کابل کې د ابوالقاسم فردوسي لېسه کې په ۱۳۶۹ لمريز کال کې ترسره کړي او په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوې.
نوموړې په ۱۳۷۵- ۱۳۸۰ کلونو کې د نورستان د وايګل په ښوونځي کې تدريس کړی او په ۱۳۸۱-۱۳۸۷ کلونو کې، په کابل پوهنتون کې د زده کړې ترڅنګ يې د نورستان د ښځو چارو په رياست کې دنده هم درلوده.
پروين نورستانۍ د کابل طب څخه تر فراغت وروسته يې د نورستان په روغتونونو کې د دوو کلونو لپاره دنده ترسره کړې. مورنۍ ژبه يې نورستاني وه او په انګليسي ژبه هم پوهېده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










