ژبه

جان مکېن: امریکا دې د افغانستان په اړه ستراتیژي ژر اعلان کړي

للېت کمار

۱۰ زمری ۱۳۹۶ - ۱۵:۱۹

۱۱۳ کتنې

واشنګټن (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د امريکا د مشرانو جرګې غړى وايي چې امريکا بايد د افغانستان لپاره ګټونکې تګلاره ولري.

دغه څرګندونې د امريکا په مشرانو جرګه کې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر جان مکېن په يوه اعلاميه کې کړې دي.

هغه په دې اعلاميه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي دي چې د افغانستان لپاره دې ستراتيژې ژر تر ژره اعلان کړي.

جان مکېن په دې اعلاميه کې ويلي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې شپږ میاشتې وخت پوره شو او لا تر اوسه پورې د افغانستان په هکله د امریکا ګټونکې تګلاره نه ده اعلان شوې.

هغه د افغانستان په هکله د امریکا د پخواني مشر بارک اوباما پر تګلارې هم نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د اتو کلونو په موده کې د 'نه بايللو' د پاليسۍ له امله امريکايي سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي په ياده اعلاميه کې ويلي: ((زه به د ځينو پوځي مشرانو په مشوره په دې پاليسۍ کې تعديل راولم چې په افغانستان کې د امريکا د ګټو خوندي کولو لپاره يوه ستراتيژي جوړه شي.))

مکېن ويلي: ((ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه تګلاره نه اعلانوي، نو زه به له خپل اړخه د افغانستان په اړه د امريکا تګلاره اعلان کړم.))

نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې مېشت امريکايي سرتېري ښه ژوند ته اړتيا لري.

د امريکا په مشرانو جرګه کې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون مشر جان مکېن ويلي، دوه مياشتې وروسته د ملي دفاعي کمېسيون په غونډه کې به د افغانستان په اړه په قانون کې د ترميم وړانديز وکړي.

د هغه په وينا، د دغه وړانديز له مخې چې د امريکايي سلاکارانو له خوا شوى، په افغانستان کې به د برياليتوب تګلاره بايد ولري.

login or register a new account.