ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې د پوليو لومړۍ پېښه ثبت شوه

په زابل کې د پوليو لومړۍ پېښه ثبت شوه

author avatar
10 Aug 2017 - 11:43
په زابل کې د پوليو لومړۍ پېښه ثبت شوه
author avatar
10 Aug 2017 - 11:43

کلات (پژواک، ١٩زمرى ٩٦) : په زابل ولايت کې د پوليو ( ګوزڼ ) لومړۍ او په افغانستان کې شپږمه پېښه ثبت شوې ده.

د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر لعل محمد توخي د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه د ارغنداب ولسوالۍ د زيارت په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د يوه څلور کلن هلک تر معايناتو وروسته يې نتيجه مثبته راوتلې ده.

د نوموړي په وينا، دا له ٢٠١١ زېږديز کال وروسته په زابل ولايت کې د ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه ده.

ډاکټر توخى وايي، دغه ماشوم ته واکسينونه هم ورکول شوي وو، خو بيا يې هم نتيجه مثبته راوتلې ده ، اوس له کندهاره  راغلى يو پلاوى په دې اړه څېړنې کوي.

د هغه په وينا، راتلونکې کې به دوى په ياده سيمه کې د واکسين يو فوق العاده کمپاين ترسره کړي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له  پيل راهيسې د ګوزڼ تر  ټولو زياتې پېښې د افغانستان په سوېلي ولايتونو کې ثبت شوې دي.

تر  زابل مخکې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې د دغه ولايت په ګاونډ کندهار، دوه په هلمند او يوه پېښه هم په کندوز ولايت کې ثبت شوې وه.

د پوليو له دغې نوې پېښې سره په روان عيسوي کال کې په افغانستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر شپږو ته ورسېد.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.