هرات (پژواک ،٢ وږى ٩٦): د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او اته نور ټپيان دي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې تېر ماښام دوه سراچه موټرو په ادرسکن ولسوالۍ کې ټکر کړى دى .
ده وويل، په دغې پېښه کې څلور تنه مړه شوي چې درې ښځې او يو ماشوم دى او اته تنه نور ټپيان دي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى .
ګړندى تګ او د ترافيکي قوانينو نه مراعات د دغې پېښې لاملونه ياد شوي دي .
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










