جلال اباد (پژواک، ۳ وږی ۹۶): په ننګرهار کې تېره شپه د تېز باران او توپان له امله د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې سېلابونه راوتلي او تر دوو سوو زيات کورونه يې ړنګ او زيانمن کړي دي.
دغو ورښتونو او سېلابونو تر ډېره د ننګرهار اووه ولسوالۍ زياتې ځپلي، چې له امله يې يو ماشوم هم ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې باران او سېلاب تر ټولو زياته بټي کوټ ولسوالۍ ځپلې، چې د دغې ولسوالۍ سی پای، لوړتۍ، شبيديانۍ، نواکل، امبارخانې، تکيه، باريکاب او نورو سيمو کې يې ۱۵۰ کورونه زيانمن کړي او سلګونه جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
ده زياته کړه، د سرخرود ولسوالۍ په بګراميو سيمه کې د تېرې شپې ورښت او باد له امله په دوو کورونو کې دېوالونه لوېدلي او کوټې يې ړنګې شوې دي.
دغه راز د کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سيمه کې د ورښت او باد له امله یادې ولسوالۍ ته پر غځېدلي سړک ونې غورځېدلي او لاره بنده شوې ده، چې د خلاصون هڅې يې پيل شوي او شل کورونه هم زيانمن شوي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د مومندرې ولسوالۍ هزار ناو سيمه کې د تېرې شپې ورښت له امله يو ماشوم ټپي شوی، ۲۱ کورونه او يو دوکان زيانمن شوی او د ښېوې ولسوالۍ په شګې او مرکزي ښېوې سيمه کې لس کورونه او په يو اندازه ځمکه کې ولاړ فصلونه زيانمن شوي دي.
د والي وياند زياته کړه، د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په تګاب کمپ سيمه کې د تېرې شپې ورښت او باد له امله شاوخوا ۳۰ کورونه زيانمن شوي او په دوربابا ولسوالۍ کې يو شمېر پولګوټي او د سړکونو فرشونه بشپړ تخريب شوي دي.
عطاء الله خوږياڼي وويل چې دا معلومات لومړني دي او لا هم پلټنې روانې دي، څو معلومه کړي چې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو نور څومره زيانونه اړولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










