منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۲ غ.م
۸°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار خلکو د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ وږی ۹۶): په کندهار کې د سوېلي زون سلګونو اوسېدونکو او مخورو په یوه پراخه غونډه کې د سوېلي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ او د هغې د عملي کېدو غوښتنه یې وکړه.

په دې غونډه کې د کندهار تر څنګ، د هلمند، زابل او اروزګان سلګونو ولسي مشرانو، سياسي څېرو، د ولایتي شوراګانو غړو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې د ګډونوالو ویناوې تر ډېره د پاکستان پر ضد ورټولې وې او د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې یې په دغه هېواد کې د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو د له منځه وړلو غوښتنه کوله.

په دې غونډه کې پر وسله والو طالبانو د سولې غږ هم وشو او ورڅخه وغوښتل شول چې له پاکستان سره دې خپلې اړیکې پرې کړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حمیدزي لالي وویل، کلونه کېږي چې پاکستان په افغانستان کې د خپلو ګټو جګړه راونه کړې او هره ورځ د دې هېواد خلک وژني.

ده زیاته کړه، له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې حکومت او خلکو په پر له پسې توګه همدا خبره کوله، خو چا یې غږ نه اورېده.

د ده په خبره، داسې ښکاري چې نور نړۍ هم د افغانانو له دې غږ سره همغاړې شوې چې ښه بېلګه یې د امریکا په نوې ستراتېژي کې په پاکستان کې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل، پاکستان د ترهګرو اصلي ځاله ده، په دې هېواد کې ۷۰زره دیني مدرسي ترهګر روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږي، امریکا او نړۍ یې باید په جدیت پر وړاندې ودرېږي.

د زابل ولایت یوه ولسي مشر او د ولسمشر سلاکار محمد داود ګلزار وویل، بالاخره امریکا او ټوله نړۍ د پاکستان په دوه مخۍ پوه شوې ده.

هغه زیاته کړه، پاکستان له خپل پیدایښته بیا تر ننه په نړۍ، سیمې او افغانستان کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی، دغه هېواد په افغانستان کې د القاعدې، طالبانو، داعش او نورو کړیو په وسیله نه یواځې د افغانستان نظام او ولس، بلکې ټوله نړۍ ګواښلې ده.

د ده په خبره، له همدې امله خلک د امریکا د نوې ستراتېژۍ ملاتړ کوي او د عملي کېدو غوښتنه یې کوي، څو په دې توګه پاکستان د خپلو کړنو سزا وګوري.

د زابل د ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان حق بیان وویل، پاکستان د زرګونو افغان امنیتي ځواکونو، عامو وګړو او نړیوالو ځواکونو قاتل هېواد دی، د ټول افغان ولس غوښتنه دا ده چې نړۍ باید د پاکستان حقیقي او حقوقي افراد د ترهګرو په لیست کې شامل او مجازات کړي.

هغه که څه هم د امریکا نوې سراتېژي ځنډنۍ وګڼله، خو د امریکا او افغانستان د ثبات لپاره یې ګټوره او له حقایقو سره سمه وګڼله.

د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وویل، امریکا باید نور د بې ګناه افغانانو د وژلو پر ځای په پاکستان کې جګړه وکړي او ترهګر همالته له منځه یوسي.

هغه وسله وال طالبان سولې ته راوبلل او زیاته یې کړه، هغوی باید په دې پوه شي چې پاکستان ورڅخه د خپلو اهدافو لپاره کار اخلي.

د غونډې نورو ویناوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې کاوه چې پاکستان ته باید د خپلو کړنو سزا وګوري، افغانستان او نړۍ دې د دوی له شره وژغورل شي.

د غونډې په پای کې پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ د ملاتړ تر څنګ په کې د هغې د ژر عملي کېدو غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې افغان ولس د امریکا د متحده ایالاتو د دوامداره ستراتيژیکو همکاریو غوښتونکی دی.

دغه راز یادونه شوې وه چې جګړه د حل لاره نه ده او وسله وال طالبان دې له القاعدې، داعش او نورو ترورستي ډلو ځانونه بېل او د سولې لار غوره کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د نوې سټراټيژۍ له مخې چې څو ورځې مخکې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوه، دغه هېواد له افغانستان څخه خپل سرتېري نه باسي او د افغانستان وضعيت ته په پام سره به د امريکايي ځواکونو شمېر وټاکل شي.

ټرامپ ويلي چې هېواد يې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېداى او په افغانستان او پاکستان کې به د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي چې د امريکا لپاره خطر دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست