ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاه اب ولسوالۍ کې اورلګېدنې خلکو ته مالي زيانونه اړولي

چاه اب ولسوالۍ کې اورلګېدنې خلکو ته مالي زيانونه اړولي

author avatar
29 Aug 2017 - 12:23
چاه اب ولسوالۍ کې اورلګېدنې خلکو ته مالي زيانونه اړولي
author avatar
29 Aug 2017 - 12:23

تالقان(پژواک،٧وږى٩٦): د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په ښار کې د اور لګېدنې له امله دوه سرایونه او شاوخوا سل هټۍ سوځېدلې دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت مرستیال امر عتیق الله حیدري د وږي په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په یاده ولسوالۍ کې اور لګېدنه د لرګیو له یوې هټۍ څخه نورو سرایونو او هټيو ته خپره شوې ده.

حیدری وايي چې اور لګېدونه تېره شپه ۸ بجې پیل شوې وه او نن سهار په پنځو بجو مړه شوه .

د سیمې اوسېدونکي نجم الدین پژواک ته وويل چې په دغو سرایونو کې له اور لګېدنې سره سم خلکو او پولیسو د اور د مړه کول هڅې پيل کړې.

نوموړی وايي:(( موږ دومره وشو کولی چې د شپې تر لسو بجو پورې د اور د خورېدو یو څه مخه و نیسو، خو د شپې یوه بجه اور بېرته زور واخیست او له کنټروله ووت.))

د هغه په خبره چې د اور وژنې ډله له تالقانو څخه یادې ولسوالۍ ته څلور بجې را ورسېده او تر پنځو بجو پورې یې اور  مړ کړ  .

چار واکي وايي چې د دغې اور وژنې د څرنګوالي او خلکو ته د اوښتو مالي زیانونو په اړه پلټنې پیل شوې دي چې وروسته به يې له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.