منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

د برېکس هېوادونو سازمان په افغانستان کې د جګړې بندولو غوښتنه وکړه

· 2 دقیقې لوستل · 126 کتنې

بیجنګ (پژواک، ١٣ وږی ۹۶) : د چین اوهندوستان په ګډون د برېکس هېوادونو سازمان په افغانستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې غندلي او دروانې جګړې د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

برېکس د مخ پر ودې هېوادونو سازمان دی چې چین، هندوستان، روسیه، برازیل او سوېلي  افریقا یې غړیتوب لري او په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې جوړ شوی دی.

د دغه سازمان نهمه سرمشریزه غونډه نن د چین د فیجیان ایالت په زیامین ښار کې جوړه شوه چې په کې د یادو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې.

دوی د نورو علاقې وړ مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر سولې او امنیت هم خبرې وکړې او وروستي ترهګریز بریدونه یې په کلکه وغندل.

د دغې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې دافغان جګړې او تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې : (( موږ له افغانانوسره د سولې او ثبات لپاره اوږه په اوږه ولاړ یو.))

د برېکس سازمان دغه راز دافغانستان اوافغانانو په مشرۍ دسولې او پخلاینې د پروسې او په دې برخه کې د نړیوالو هلو ځلو ملاتړ کړی دی.

دغه راز ياد سازمان دافغانستان په اړه د مسکو د غونډو، داستانبول پروسې، د اسیازړه کنفرانس او نورو هغو هڅوملاتړ کړی چې دافغان سولې لپاره تر سره کیږي.

د برېکس سازمان په اعلامیه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو او هلو ځلو ستاینه شوې.

دوی په افغانستان او سیمه کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

پرويز کړوخېل
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه