ژبه

ناټو: د افغانستان معضله بنسټیز سیاسي هواري ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): د ناټو سازمان وایي چې د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې تګلاره د دوی له پالیسۍ سره برابره ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه. هغه وویل چې په افغانستان کې به یې ځواکونه پاتې کېږي او د ترهګرو د له منځه وړو لپاره به قوي اقدامات کوي.

دغه راز ټرمپ ويلي وو چې په پاکستان کې د ترهګرو شتون د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دى.

په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي کوملیزو زمیرمان له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې د امریکا د نوې تګلارې هرکلی وکړ او هغه یې د ناټو له پالیسۍ سره برابره وبلله.

نوموړي زیاته کړه: ((د امریکا نوې تګلاره له افغانستان سره د اوږودمهاله ژمنو بېلګه ده او ناټو یې هم ملاتړ کوي.))

د ناټو دغه لوړپوړي ډیپلومات وویل چې د امریکا تر څنګ د ناټو سازمان هم د افغانستان بشپړ ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د ناټو د دفاع وزیرانو په افغانستان کې د خپل روزنيز ماموریت غځولو پرېکړه وکړه.

زمیرمان وایي چې دوی د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغان ځانګړو ځواکونو تجهیز او روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د هغه په وینا، دوی به تر هغه په افغانستان کې وي چې افغان حکومت یې غواړي.

د ناټو ځانګړي استازي وویل چې افغان چارواکي د فساد پر ضد مبارزې، بشري حقوقو، جندر او ښې حکومتولى په برخو کې اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دي.

دی وایي، په دې برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو نور کار ته هم اړتیا ده.

زمیرمان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان شخړه یواځې نظامي حل لاره نه لري .

login or register a new account.

ورته موضوع