چاريکار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٦): د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ په شکارګاه سيمه کې د ترافيکي پېښې امله دوه کسان مړه شوي دي.
د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار څلور بجې هغه مهال رامنځته شوه چې يو مازاد موټر د تخنيکي ستونزو له امله چپه شو.
د احمدي په خبره، په دې پېښه کې موټر چلوونکى او کلېنر مړه شوي او مړي يې د سالنګ لويې لارې کلينيک ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا په روان کال کې پنځلسمه پېښه ده چې د سالنګ لويې لارې په اوږدو کې رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










