منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې يواځې درې ادارې د کاميابۍ نومرې لري

· ۷ دقیقې لوستل · ۲۴۲ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۶): افغانستان کې غوڅ اکثريت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مهم بولي، خو  تر نيمايي ډېر په دې اړه له قانون  څخه خبر نه دي او  له ٢٧ دولتي ادارو يواځې درې د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې د کاميابۍ نومرې لري.  

افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کچې لوړېدو لپاره اړينه ده چې اړوند قانون تعديل شي. دغه کمېسيون وايي چې د قانون د تعديل طرحه يې هم جوړه کړې ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې توشېح شوى دى. دغه قانون دولتي ادارې اړ باسي چې خلکو او رسنيو ته په لږ وخت کې اړين اطلاعات ورکړي.

د افغانستان د روڼتيا څار ادارې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشر سيد اکرام افضلي نن کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وويل چې يادې ادارې يوه سروې تر سره کړې ده.  

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سروې په شپږو مياشتو کې د هېواد په نهو ولايتونو (کابل، بلخ، باميان، هرات، کندهار، کاپيسا، کندوز، ننګرهار او پکتيا) کې تر سره شوې او په ترڅ کې يې د ٤٩ سلنه ښځو په ګډون له ۳۵۱۰ تنو سره خبرې شوې دي.

د ده په وينا، د سروې موندنې ښيي چې له هرو ١٦ تنو ٧  اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانونه خبر دي، خو دا شمېر ډېر ټيټه دى او بايد له  دې قانون څخه ډېر خلک خبر  وای.

افضلي د يادې سروې پر بنسټ زياتوي:" موږ نن په داسې حال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ نمانځو چې د افغانستان له ۲۷ ادارو يواځې درې په دې توانېدلي چې د اطلاعاتو د لاسرسي قانون د پلي کېدو په برخه کې بريالۍ وي."


var divElement = document.getElementById('viz1506925370134'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='420px';vizElement.style.maxWidth='650px';vizElement.style.width . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.