کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): په ايران کې د زلزلې له امله ٤٠٠ کسان مړه او نږدې اوه زره کسان ټپيان شوي دي.
ايراني رسنيو خبر ورکړى، دا زلزله چې د ريختر ٧،٣ درجه وه، تېره شپه د عراق او ايران پر ګډه پوله شوې، خو د ايران ډېرې برخې يې ځپلې دي.
سرچينو ويلي چې د زلزلې له امله د کرمانشاه په نامه د ايران لوېديځه سيمه ډېره ځپل شوې ده او هلته درې ورځې ملي ماتم اعلان شوى دى.
راپورونه وايي چې د زلزلې له امله تر اوسه تر ٤٠٠ زيات کسان مړه او تر ٧٠٠٠ زيات ټپيان شوي دي.
ايراني چارواکو ويلي چې خلکو ته د درانه مالي زيانونو اوښتو تر څنګ زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.
بلخوا د عراق حکومت هم ويلي چې د دوى شمال ختيځه سيمه د زلزلې له امله ځپل شوې چې تر اوسه ورته د شپږو کسانو د مړينې او تر ٥٠ زيات ټپيانو خبر ورکړل شوى دى.
دا زلزله په ګاونډيو نورو هېوادونو سعودي عربستان، اردن ، کويټ او سوريه کې هم محسوس شوې ده.
د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.
د هغه د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دى د افغانستان د حکومت په استازيتوب د ايران له حکومت او خلکو سره په دې غم کې ځان شريک بولي.
login or register a new account.